برتانوي خبریال: ایا د غزې خلک د څارویو په خوراک روژه ماتوي؟
Mar 12, 2024 17:22 Asia/Kabul
برتانوي خبریال " ریچارد مدهاست " په یوه ټویټ کې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه د لویدیځو سیاستوالو په دوه ګوني دریځ نیوکه وکړه.
یوه برتانیوي خبریال غربي سیاتوالو ته په خطاب کې ویلي چې شرم دې په شیطانانو او په ډاګه کړې ده چې د غزې خلک د څارویو په خوراک روژه ماتوي.
برتانوي خبریال " ریچارد مدهاست " په یوه ټویټ کې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه د لویدیځو سیاستوالو په دوه ګوني دریځ نیوکه وکړه.
هغه پر خپلX کې لیکلي: "ایا لویدیځ سیاستوالو د "رمضان مبارک" په سرلیکونو سره کومه مهرباني ښودلې؟
هغه زیاته کړې: ستاسو له امله د غزې خلک نه شي کولی روژه ونمانځي.
نوموړي ویلي: په غزه کې خوراک نشته، نو خلک هره ورځ روژه څنګه او په څه شي ماتوي؟
هغه د سوال په شکل ویلي، د غزې خلک د څآرویو په خوړو روژه ماتوي؟
شرم دې وي په شیطانانو.