Mar 13, 2024 11:06 Asia/Kabul
  • جوبایډن د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن بیګا شپه د جورجیا ایالت په مقدماتي انتخاباتو کښې په بریالیتوب سره په رسمي ډول د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند منتخب کاندید شو.

جوبایډن د جورجیا ایالت په مقدماتي انتخاباتو کښې په بریالیتوب سره د ډیموکراټ ګوند د کافي شمیر استازیو ملاتړ ترلاسه کړی دی چې په رسمي ډول د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د نوموړي ګوند د منتخب کاندید په توګه  معرفي شي.

په دې مینځ ومان کښې که څه هم جوبایډن د ډیموکراټ ګوند د نورو مقدماتي کاندیدانو لخوا له کوم مشکل سره مخ نشو خو هغه سپینې رایې چې د ډیموکراټ ګوند د پلویانو لخوا صندوقونو ته واچول شوې ښودنه کوي چې د جوبایډن د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په هکله زیاتې اندیښنې شته.

جوبایډن په جورجیا ایالت کښې د خپل بریالیتوب له پریکندوالي سمدستي وروسته یوځل بیا په یوې وینا کښې په خپل احتمالي سیال یعني پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ باندې نیوکه وکړه او ویې ویل همدا اوس مونږ له داسې جدي واقعیت سره مخامخ یوو او  هغه واقعیت دا دی چې په امریکا کښې ازادۍ او ډیموکراسۍ په خطر کښې ده په دې ډول چې له  کورني جنګ څخه تراوسه دومره په خطر کښې نه وه.

هغه وویل ډونالډ ټرامپ د غصې ، د کینې او د انتقام د اخیستلو کمپاین پیل کړی دی چې د  یوه هیواد په توګه یې د امریکا موجودیت له نابودۍ سره مخامخ کړی دی.

 

 

ټیګونه