Mar 14, 2024 15:28 Asia/Kabul
  • د ترکیې د ولسمشر د ساتونکو د موټر د چپه کېدو له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان د ساتونکو د موټر د چپه کېدو له امله د هغه دوه ساتوونکي وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د ترکیې د ولسمشر د ساتونکو موټر د چهارشنبې په ورځ په ادلب ښار کې چپه شوی.

د دغه راپور له مخې، د اردوغان امنیتي ډله چې له هغه سره په لسو موټرو کې ملتیا کوله، د لوکس موټرو د کارولو او همدا راز په ټاکنیزو شعارونو کې د اردوغان د " ولسي څهرې" په توګه د پېژندلو له امله د خلکو له نیوکو سره مخ شوی دی.
د "ډېلي صباح" وېبپاڼې لیکلي، چې د ترکیې د ولسمشر امنیتي ټیم د ښاروالۍ د ټاکنو د فعالیتونو د یوې برخې په توګه په سیمه کې حضور درلود.

اردوغان د ترکیې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د انتخاباتي تبلیغاتي پروګرام د عملي کولو په هدف دې سیمې ته تللی و.

 

ټیګونه