په ترکیه کې ۱۴۷ تنه له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي
Mar 27, 2024 14:39 Asia/Kabul
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پرون (سې شنبې) د داعش د غړیتوب په تور د ۱۴۷ تنو د نیونې خبر ورکړی.
علي یرلي کایا پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا کسان د ترکیې په ۳۰ ښارونو کې په جلا جلا عملیاتوکې نیول شوي دي.
ده د نیول شویو کسانو د ملیت او هویت یادونه نه ده کړې، خو ویلي دي چې د نیول شویو کسانو له هستوګنځایونو څخه یو شمېر اسناد ترلاسه شوي دي.
د ترکیې پولیسو د خپل هېواد په څو ولایتونو کې د داعش د غړو پر ضد هم مهاله عملیات څلور ورځې وروسته له دې وکړل، چې د مسکو په لمنه کې د یوه کنسرت پر هال په برید کې، تر ۱۳۰ ډېر کسان ووژل شول.
د دې برید مسئولیت داعش ترهګرې تکفیري ډلې پر غاړه واخیست.