Mar 18, 2024 04:33 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیه د بودجې له کمښت سره مخامخ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی اروپايي اتحادیه د ناټو تړون ټاکل شویو دفاعي معیارونو سویې ته د رسیدا لپاره څه د پاسه پنځوس میلیارډه یورو بودجې له خسارې سره مخامخ ده.

فیننشل ټایمز ورځپاڼې وویل د جرمني په مونیخ پوهنتون کښې د  لاینیتس اقتصادي تحقیقاتو د موسسې لخوا د نویو ترسره شویو تحقیقاتو د نتیجې پراساس په تیر میلادي کال کښې په اروپايي هیوادونو کښې جرمني د څوارلس میلیارډه یورو بوجې په خسارې سره د اروپايي هیوادونو په سر کښې ورغلي ده کومه چې د ناټو لخوا د ټاکل شوي دفاعي بودجې د تامین په هکله له مشکل سره مخامخ ده.

د جرمني په مونیخ پوهنتون کښې د لاینیتس اقتصادي تحقیقاتو د موسسې د تحقیق د پایلو پراساس د بیلجیم ، د اسپانیا او د ایټالیا په شمول د اروپايي اتحادیې ډیر هیوادونه په اروپايي ملکونو کښې د بودجې د خسارې او د پورونو تر ټولو زیاته اندازه لري دغه راز د ناټو د نظر وړ دفاعي بودجې د بیلولو په هکله هم له مشکل او د پیسو له کمښت سره مخامخ دي.

 

ټیګونه