لندن کښې د توکمپالنې پرضد مظاهرې وشوې
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی له توکمپالنې سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره په یووخت په لندن کښې د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت د ودانۍ مخ ته د نژاد پرستۍ پرضد مظاهرې وشوې.
په زرګونو مهاجرینو، پناه غواړو ، د صهیونیسټ د نسل وژونکي رژیم او د صهیونیزم مخالفانو، د فلسطین پلویانو، د بشري حقوقو پلویانو ، د اسلامي موسسو او د کارګرانو او د کارکونکو اتحادیو غړیو ، یوشمیر سیاستوالانو ، هنرمندانو او د نژاد پرستۍ ضد ډلو په لندن کښې د توکمپالنې پرضد د مظاهرو په ترسره کولو سره د مهاجرینو په وړاندې د بریتانیا د حکومت نژاد پرستانه سیاستونه او له پناه غواړو سره مخالفت کول او د انګلستان په سیاسي فضا او رسنیو کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو او د نژاد پرستانه سیاستونو دودول وغندل.
د بریتانیا محصیلینو او زده کونکو هم د نژاد پرستۍ پرضد مظاهرو کښې د ښي پالو سرزورو ډلو او کسانو د فعالیتونو زیاتیدل او په انګلستان کښې د بیان د ازادۍ محدودیدل وغندل.