Mar 18, 2024 05:48 Asia/Kabul
  • ولادیمیر پوتین د روسیې انتخابات وګټل

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هېواد له خلکو مننه کړې او په ټاکنو کې یې خپل بریالیتوب اعلان کړ.

په تېرو ۲۵ کلونو کې دا پنځم ځل دی چې ښاغلی پوتین په کریملین کې واک ترلاسه کوي او په مسکو کې سیاسي پرمختګونو ته په کتو په دې ټاکنو کې د پرېکنده بریا اعلان د څارونکو له خوا په بشپړ ډول د اټکل وړ و.

کله چې پوتین د ټاکنو مرکزي دفتر کې د تلویزیون کامرې مخې ته راڅرګند شو او د روسیې د خلکو څخه یې مننه وکړه چې په هغه یې "باور تازه کړ" او پوتین د یکشنبې په شپه ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

ښاغلي پوتین په خپلو څرګندونو کې د دغه هېواد د پوځ له  عسکرو څخه چې د اوکراین په جګړه کې ښکېل دي، مننه وکړه او ویې ویل: "هغوی که هرڅومره هڅه کوي چې موږ ووېروي، موږ وډاروي، تاریخ ښودلې ده چې هېڅکله به دې کار کې بریالي نه شي. دوی به اوس او راتلونکي کې هم ماتې وخوري."

ولادیمیر پوتین چې د پخواني استخباراتو (KGB)د یوه کارمن په نوم یادېږي، په ۱۹۹۹ کال کې په روسیه کې واک ته ورسېد او له هغه وروسته په تېرو ۲۵ کلونو کې دا پنځم ځل دی چې د کرملین د واک پر ګدۍ کښېني.

 

ټیګونه