د روسیې د ټاکنو د کمیسیون مشره
پوټین د پنځم ځل لپاره د روسیې ولسمشر شو
د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون اعلان وکړ چي په ولسمشریزو ټاکنو کې په اکثریت رایو سره، ولادیمیر پوټین د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ایرنا له راپور سره سم، په روسیه کې د ټاکنو د مرکزي کمیسیون مشرې الا پامفیلوا اعلان وکړ چي د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې له ۸۷ میلیون کسانو زیات ګډون کړي دي چي د خلګو د بې سارې ګډون ښودنه کوي.
هغې د دې په بیانولو چي ۷۷ سلنه رایې ورکوونکو، د ولسمشر د ټاکلو لپاره خپلې رایې کارولي دي، په اکثریت رایو سره، د ولادیمیرپوټین د بریا خبر ورکړی دی.
د روسیې د ټاکنو د کمیسیون مشرې جوټه کړې چي د ټاکنو د ګډوډېدو لپاره د بهرنیانو دسیسې له ماتې سره مخ شوي او ټاکنې په بریالي ته تر سره شوې ده.
دغه اتم پړاو دی چي ولادیمیر پوټین په روسیې کې د خلګو په اکثریت رایو سره، ولسمشرۍ ته رسیږي، په دغو ټاکنو کې د ایران په ګډون د سلو هیوادونو ناظرانو هم د ټاکنو په بهیر باندې د څار لپاره روسیې ته بلل شوي وه.