Mar 20, 2024 07:35 Asia/Kabul
  • په ترکیه کې څه باندې ۳۰ زره نوي کورونه زلزله خپلو ته وسپارل شول

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په انلاین شتون سره د ۳۰ زره ۷۲۰ نویو کورونو کیلي ګانې د فبرورۍ د شپږمې نېټې د زلزلې قربانیانو ته وسپارل شوې.

د راپورونو له مخې؛ په تېره یوه میاشت کې د دغه هېواد په ۱۱ ښارونو کې تر ۷۶ زره ډېر د استوګنې کورونه زلزله ځپلو ته ورکړل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر وویل، چې په دوو میاشتو کې د ۸۰ زره کورونو د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې ته ډېر نږدې شوی دی.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه، چې هېواد یې پلان لري؛ څو د روان کال تر پایه ۲۰۰ زرو کسانو ته کورونه ورکړي.

رجب طیب اردوغان وویل، چې هڅه کوي د ۳۹۰ زره ویجاړو شوو کورونو پر ځای ۱۱زره ۵۰۰ ګودامونه او ۴۰ زره ۵۰۰ کاري ځایونه کې زلزله ځپلو ته د کار زمينه برابره کړي.

د راپورونو له مخې؛ په ترکیه کې د زلزلې له امله ۴۴۲ زره ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په ۱۱ښارونو کې ۷زره ۲۷۵ د استوګنې کورونه زلزله ځپلو ته ورکړل شول.

په ترکیه کې د تېر کال زلزلې د ترکیې په ۱۱ښارونو کې تر ۵۰ زرو زیات کسان مړه شول او میلیونونه یې بې کوره کړل.

 

ټیګونه