د امریکا ۱۹ سناتورانو لخوا د فلسطین د یوه خپلواک دولت د جوړولو وړاندیز
د امریکا متحده ایالاتونو په مشرانو جرګه کې د ډیموکرات ګوند ۱۹ استازو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یوه لیک کې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
امریکایی قانون جوړونکو له بایډن څخه غوښتي چې د اسراییل او فلسطین په خبرو اترو کې د "اسانتیاو" رامنځته کولو پر ځای په لویدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د اړینو اقداماتو د ټاکلو لپاره په زړور تیا سره چوکاټ معرفي کړي.
د دې لیک بنسټ اېښودونکی د جوبایډن یو له سیاسي متحدینو او د لاور ایالات قانون جوړونکی ټام کارپر دی.
دغو سناتورانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د بیل کلینټن له پلان څخه الهام اخیستی او ویلي یې دي چې که خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي نو له «پوځ پرته» به وي.
امریکايي قانون جوړونکو هم د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د پخلاینې د خبرو د پرمخ بیولو هڅو ته په اشارې سره په سیمه کې د اسرائیلو د ادغام لپاره د پلان غوښتنه کړې ده.
له پوځ پرته د فلسطیني دولت د جوړولو مسله له ډیرې مودې راهیسې مطرح ده او حتی لس کاله وړاندې هم د امریکا په منځګړیتوب د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د شخړې د هواري لپاره د خبرو اترو په ترڅ کې ادعا شوې وه چې د فلسطین د ادارې مشر "محمود عباس" چې له پوځ پرته د فلسطیني دولت د جوړولو غوښتونکی و، د ځینو ټکو په بدل کې منلی دی، خو هغه مهال دغه پلان ناکام شو.
د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ راهیسې، متحده ایالاتو د " حل لارې" په نوم د یو پلان په وړاندې کولو سره د فلسطین مسلې په اړه د دوه یهودي او فلسطیني دولتونو جوړول د خپلې پالیسۍ په توګه ګڼلي دي.
په هرصورت، د امریکا هر ولسمشر، هغه که له ډیموکراتانو یا له جمهوري غوښتونکو څخه وي، په دې برخه کې مختلف چلندونه لري.
د امریکا پخوانی دیموکرات ولسمشر بارک اوباما د دوه دولتي پلان ملاتړی و، په داسې حال کې چې د امریکا پخوانی جمهوري غوښتونکی ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د اسراییلو په ملاتړ کې یې ټول پخواني سرحدونه مات کړل، دغه پلان د عملي کېدو په موخه هیڅ پاملرنه ونه کړه.
هغه د دې ترڅنګ چې یاد پلان ته یې کومه پاملرنه ونکړه، تل ابیب ته یې د ټولو ممکنه امتیازاتو د ورکولو او پر فلسطینیانو د فشار د زیاتولو تګلاره یې غوره کړې وه.
مهم ټکی دا دی چې د بایډن حکومت چارواکو په وار وار له پوځ پرته د فلسطین د دوه دولتي حل په توګه د یاد هېواد د دولت جوړولو ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د غزې د جګړې په شپږمه میاشت کې د اسراییلو د هر اړخیزو سیاسي او وسلوال ملاتړ له امله د اسراییلو په اړه د خپل چلند د بدلولو په خاطر د داخلي او بهرنیو فشارونو لاندې دی.
هغه د دوو یهودي او فلسطیني دولتونو د پلان د عملي کیدو مسله د اړتیا په توګه را پورته کړې.
په دې لړ کې، وروسته له دې چې د خبریالانو له خوا د بنیامین نتنیاهو د دوه دولتونو د حل سره د مخالفت په اړه د امریکا ولسمشر څخه پوښتنې وشوې، بایډن وویل: چې په دې اړه یې له نتانیاهو سره خبرې کړې دي او داسې ښکاري چې هغه د د حل په توګه د ټولو دوه دولتونو مخالف نه دی.
په همدې حال کې د بایډن ادعا د صهیونیسټ رژیم له رسمي سیاست سره په تضاد کې ده .
د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په نیمایي کې د صهیونیسټي رژیم کابینې د فلسطین د خپلواکه دولت د جوړولو او د دوو دولتونو د حل لارې په وړاندې یو بل اقدام وکړ او د ټولو غړو په اتفاق سره يې د فلسطين د دولت د يو اړخيز نه پيژندلو پلان تصويب کړ.
په دې لړ کې د صهیونیسټ رژیم د جنګی کابینې غړی بینی ګانتز وویل: مونږ د فلسطین د یو اړخیز دولت په رسمیت پیژندلو مخالف یو.
د صهیونیسټ رژیم د مالیې وزیر بیتسیل سموتریچ هم ویلي: د صهیونیسټ رژیم د کابینې ټول غړي په دې موافق دي چې د فلسطین دولت به د دغه رژیم لپاره یو ګواښ وي .
په عین حال کې د خود مختاره ادارې د بهرنیو چارو وزارت د دغه پریکړه لیک او د صهیونیسټی چارواکو د څرګندونو په غبرګون کښې اعلان وکړ: په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب او د نړۍ د هیوادونو لخوا د هغه په رسمیت پیژندل د نتانیاهو اجازې ته اړتیا نلري.
اوس چې بایډن ته د ۱۹ دیموکراتو سناتورانو د غوښتنې له مخې چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو هڅه کوي، داسې ښکاري چې دا مسله نوي پړاو ته داخله شوې ده.
د دغو سناتورانو دغه لیک په داسې حال کې لیکل شوی چې د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سیاستونو او د هغه د مدیریت په هکله په سنا کې د اکثریت ډیموکراټانو د مشر«چک شومر» له سختو نیوکو وروسته د غزې د جګړې په اړه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د مدیریت تګلارې لا هم روانې دي.
شومر له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې یوځل بیا په نتانیاهو نیوکه وکړه او ویې ویل: هغه لاره چې صهیونیسټ رژیم یې مخکې وړي، ډیره ټیټه او د تباهۍ په لور روانه ده، زه باور لرم چې د امریکا له ملاتړ پرته به اسرائیل رژیم پای ته ورسیږي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د چک شومر د څرګندونو چې پر نتنیاهو یې سختې نیوکې وکړې او په نیول شویو سیمو کې یې د وختي انتخاباتو غوښتنه کړې وه، ملاتړ او د مشرانو جرګې د مشر د دریځ په توګه یې ترې ستاینه وکړه.
بایډن ټینګار وکړ چې شومر په خپلو خبرو سره د ډیرو امریکایانو جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.
البته د اسرائیلو د ملاتړي په توګه ټرمپ د ډیموکراټانو له چلند څخه ډېر په غوسه دی، هغه د چک شومر وروستیو څرګندونو ته چې په اشغال شوي فلسطین کې یې د نویو انتخاباتو غوښتنه کړې وه، منفي غبرګون وښود او ویې ویل: «ډیموکراټان اسرائیلو ته ډېر زیان رسوي.
ټرمپ همدا راز د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن هم تورن کړ چې د اسرائیلو ملاتړ نه کوي.
تمه کیږي چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د ډیموکراټانو غوښتنه به د صهیونیسټي رژیم په تیره بیا د ښي اړخو سخت دریځو له سخت غبرګون سره مخامخ شي.