داعش صهیونیسټي ډلې د ماسکو ترهګره حمله کړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی داعش وهابي صهیونیسټي ټروریسټي ډلې د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې د کروکس سیټي هال(crocus city hall) په کنسرټ کښې د پرونۍ حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی چې له کبله یې تراوسه یوسل پینځلس کسان (۱۱۵) کسان وژل شوي او یوسل پینځه څلویښت نور ژوبل شوي دي. د مړو او ژوبلو کسانو د شمیر د زیاتیدا احتمال شته.
داعش وهابي صهیونیسټي ډلې چې امریکا، بریتانیا ، فرانسې، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، بحرین او نورو اروپايي او عربو هیوادونو د خپلو پرورګرامونو د مخ ته د بیولو لپاره جوړه کړي ده په یوه پیغام کښې وویل چې په ماسکو کښې برید زمونږ غړیو کړی دی او هغوې روغ رمټ خپلو مرکزونو ته ورستانه شوي دي.
ویل کیږي د داعش ډلې دریو غړیو چې مخونه یې پټ کړي وو د مرکزي ماسکو په لویدیځ کښې په «کراسنوګورسک» سیمه کښې په کروکوس سیټي هال کښې پرون په خلکو ډزې پیل کړې او تراوسه یې ۱۱۵ زیات کسان وژلي او ۱۴۵ نور ژوبل کړي هم دي.
دغه راز د مارچ د میاشتې په اومه نیټه په ماسکو کښې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی و دوې داسې راپورونه ترلاسه کړي دي سرزوري کسان پلان لري چې په ماسکو کښې په لویو غونډو باندې بریدونه وکړي.
د امریکا سفارت په دغه خبرداري کښې خپلو ښاریزو ته سپارښتنه کړي وه چې په راتلونکو اتو څلویښتو ساعتونو کښې په لویو غونډو کښې له ګډون څخه ځانونه لیرې وساتي.
په ماسکو کښې پرونۍ حمله په داسې حال کښې شوي ده چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې یوځل بیا ولادیمیر پوتین بریالی شوی دی.
د ماسکو حمله د اوکراین پرضد د روسیې د جنګ په وخت شوي ده کوم چې اوس دریم کال ته ورننوتلی دی.
د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یوه سلاکار د ماسکو په حملې کښې د کي یف هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
وروستی خبر دا چې د روسیې چارواکو د ماسکو د پرونۍ حملې په ارتباط د څلورو شکمنو وسله والو په شمول یولس کسان نیولي دي.
ویل کیږي چې څلور حمله کونکي په یوه رینو ګاډي کښې تښتیدل چې وروسته پولیسو تعقیب کړي او دوه یې نیولي او دوه نور په ځنګل کښې پټ شوي چې وروسته پولیسو هغه هم نیولي دي.
له څلورو نیول شویو کسانو څخه یوه تماچه ، یوه چجه او د تاجیکستان هیواد پاسپورټونه کشف شوي دي.