Mar 25, 2024 07:52 Asia/Kabul
  • یو مسلمان ماشوم د ماسکو په ترهګره حمله کښې د سلو کسانو ژوند وژغوره

روسي رسنیو راپور ورکړی چې یو 15 کلن روسي مسلمان زده کونکي په ماسکو کې د کروکاس په شاپینګ کمپلیکس کې په یوه ترهګریز برید کې له سلو څخه د زیاتو خلکو ژوند وژغوره.

 روسي رسنیو راپور ورکړی چې یو 15 کلن روسي مسلمان زده کونکي په ماسکو کې د کروکاس په شاپینګ کمپلیکس کې په یوه ترهګریز برید کې له سلو څخه د زیاتو خلکو ژوند وژغوره.

د دغې ترهګرې پیښې د قربانیانو شمیر لا هم مخ په زیاتیدو دی او د رشاټوډی ټلویزیوني چینل مدیرې مارګریتا سیمونیان وویل چې په مسکو کښې په دغې ترهه ګرې حمله کښې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۴۳ تنو ته رسیدلی او له سلو زیات کسان ژوبل شوي دي.

دغه ترهګریز برید په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګون او غندنې لرلې دي.

د«ایزوستیا» او «کامرسنټ» روسي ورځپاڼو د راپور له مخې، پنځلس کلن روسي محصل "اسلام" د ماسکو د کروکاس په نامه  د سوداګریز کمپلکس د جامو په خونه کې کار کاوه چې د ډزو له اوریدو ورسته یې موجودو کسانو ته له دغه کمپلکسه د وتلو لاره وښودله او داشان یې له سلو د زیاتو کسانو ژوند وساته.

په عین حال کښې د روسیې د مسلمانانو دیني ادارې او د مفتیانو شورا ویلي چې د دغه روسي ځلمي د قدرونې لپاره به ورته د میړانې انعام ورکړي.

 

 

ټیګونه