د اسټرالیا خلکو د اسرائیلو په کشتۍ باندې اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i148144-د_اسټرالیا_خلکو_د_اسرائیلو_په_کشتۍ_باندې_اعتراض_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسټرالیا ګڼ شمیر خلکو د فلسطین د بیرغونو په لاسونو کښې نیولو سره د سیډني ښار په «بوټاني» بندر کښې د صهیونیسټ رژيم د یوې کشتۍ په لنګر اچولو او د بار په کوزولو باندې اعتراض وکړ.
(last modified 2024-03-25T06:15:14+00:00 )
Mar 25, 2024 10:39 Asia/Kabul
  • د اسټرالیا خلکو د اسرائیلو په کشتۍ باندې اعتراض وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسټرالیا ګڼ شمیر خلکو د فلسطین د بیرغونو په لاسونو کښې نیولو سره د سیډني ښار په «بوټاني» بندر کښې د صهیونیسټ رژيم د یوې کشتۍ په لنګر اچولو او د بار په کوزولو باندې اعتراض وکړ.

د اسټرالیا د بیلابیلو ښارونو  ډیرې خلکو د فلسطین د بیرغونو په لاسونو کښې نیولو او د بنرونو او د پلې کارډونو په لیږدولو سره چې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژيم د عسکرو د وحشیانه جنایتونو د غندلو لپاره ورباندې شعرونه لیکل شوي وو په دغو مظاهرو کښې ګډون وکړ او په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګیدا غوښتنه یې وکړه.

مظاهره چیانو د اسټرالیا د حکومت په اقدام چې د صهیونیسټ رژيم د  یوې کشتۍ کوربه و اعتراض وکړ.

په دغو مظاهرو کښې نولس ګډون کونکي د اسټرالیا د عسکرو لخوا ونیول شول.