Apr 02, 2024 13:13 Asia/Kabul

پارس ټوډې ـ د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند استازي ټیم والبرګ( Tim Walberg) په یوې غونډې کښې وړاندیز وکړ چې اټومي بمونه چې امریکا په جاپان کښې د ناګاساکي او د هیروشیما ښارونو د خلکو پرضد استعمال کړل د فلسطین د غزې تړانګي د خلکو پرضد وکارول شي چې په چټکۍ سره کار پاې ته ورسیږي.

د ایران خبریال الهام عابدیني په ایکس اینټرنیټ پاڼې پاندې د امریکا د کانګرس د غړي ټیم والبرګ د خبرو د ویډیو په خپرولو سره ولیکل اخري خبره او نیت همدا دی په هر اوزار او د ټیم والبرګ په رودې سره د فلسطین د خلکو په کامل ډول له مینځ وړل، د امریکا د کانګرس غړی ټیم والبرګ په دغه ویډیو کښې وايي د غزې د جنګ حل لاره هماغه کار ته ورته ده چې د جاپان په هیروشیما او  ناګاساکي کښې رامینځته شو خو! اټومي بم ، چټک او په اغیز شیندونکي ډول!»

 

ټیګونه