د امریکې د منتقدو رسنیو او بهیرونو د سانسور او فلج کولو لپاره د امریکې نوې پروژه
پارس ټوډی - شاید تاسو د ګوګل کروم له لارې کوم خبري یا سیاسي سایټ ته د ننوتلو هڅه کړې وي چې ګوګل کروم د امنیت نشتوالي په پلمه ستاسو مخه نیولې وي. دا چاره به لا هم شدت ومومي، ځکه چې د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې یو سند وړاندې کړی چې ښیي د سانسور زیاتولو او د دې هیواد د حکومت د ګټو پر ضد د معلوماتو د خپرولو مخنیوی غواړي.
د منټ پریس خبري سایټ د رپورټ له مخې، د ملګرو ملتو د نړیوالې پراختیا د آژانس USAID له خوا وړاندې شوی سند ښودنه کوي چې حکومت څرنګه د ټیکنالوجۍ پلیټ فارمونه، رسندوي موسسې او تبلیغ کونکي هڅوي چې د یو بل په مرستې او ملګرتیا سره، د انټرنیټ ستره برخه سانسور کړي.
داسې ښکاري چې د USAID زیاتره تمرکز د هغو کسانو له خوا د آنلاین معلوماتو د ترلاسه کولو په مخنیوي دی چې د امریکې د حکومت رسمي روایتونه او رپورټونه چیلنج کوي او په کلي توګه د پوښتنو په مطرح کولو سره سیسټم له ننګونې سره مخامخوي.
دغه سند په ویډیو ګیمز او آنلاین پیغامونو باندې د کنټرول او څارنې له لګولو، د امریکې له حاکمیت سره د سمون نه خوړونکو رسنیو څخه د خلکو لرې کول او (تش په نامه) غوره سایټونو ته ستنیدل دي، د هغو له مخې حکومتونه باید له تبلیغ کونکو سره همکاري وکړي ترڅو هغه سازمانونه چې رسمي لیکو ته غاړه نه ږدي، فلج ړي. پر دې سربیره، د Bellingca او Graphika په شان د حکومت ترملاتړ لاندې ډلې او اټلانټک شورا له ناسمو معلوماتو سره د مبارزې د مشرانو په توګه معرفي کوي.
دغه رپورټونه ګیمرانو او آنلاین ویډیو ګیمز ته پاملرنه کوي او په هم هغې طریقې ورباندې د څارنې غوښتنه کوي چې د ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونه لري. د دغه سند پلویان ادعا کوي چې منتقدان کوې شي د Twitch په شان لوبې په پلیټفارمونو کښې ناسم اطلاعات خپاره کړي. دا مسئله یوزرانو ته امکان ورکوي چې د فالوورز د زیاتولو او د فیسبک او ټویټر په شان د سترو ټولنیزو رسنیو په سایټونو کښې د محتوا د خپرولو لپاره په غږمله توګه عمل وکړي. داشان حتی هغه پلیټفارمونه چې محدودو او حتی ډیرو ځانګړو مخاطبانو ته هم ځواب ورکوي، د پام وړ اغیزه لري.
ګوګل کروم او ګوګل سرچ انجن د امریکې خلاف د انتقادي مطالبو په کم ویزیټ کیدو کښې جدي رول لري.
په ناخوښو حقایقو وسره ناسم معلومات
- ادعا کړې ده چې غواړي پر «ناسمو اطلاعاتو» سربیره، له «زیان منونکو اطلاعاتو» سره هم مبارزه کوي. زیان رسونکي اطلاعات هغه مطالب دي چې صحت لري خو د دغه آژانس د سیاست جوړونې له نظره، له حاکمیتي چوکاټه وتلي بلل کیږي. د دغه تعریف له مخې، هر ډول محتوا (له صحته یې په تیریدو سره) چې د امریکې د حکومت د ګټو لپاره تاواني یا بده وي، په شدت سره سانسور کیدې شي. دغه آژانس باوري دی چې خپلواکه رسنۍ او آزاد ټولنیز پلیټفارمونه د مختلفو نظرونو او معلوماتو او د موازي روایتونو او نظرونو او معلوماتو د طرحې لپاره د یوې فضا په رامینځته کولو سره د انتقادي اطلاعاتو د ودې سبب کیږي.
دا رپورټ د Reddit، Discord او Chan4 په شان پلیټفارمونه د «دسیسه ناکو ویب سایټونو» په توګه معري کوي چې له مختلفو ډلو سره مرسته کوې شي ترڅو د «پوپولیسټي تخصص» په رامینځته کولو او د امریکې د حاکمیت د نظرونو د بدیلو نظراتو په پراخولو سره، د امریکې د حکومت رسمي روایتونه ننګوي. په دغو پلیتفارمونو سره هم باید د لوبو د ویب سایټونو ترڅنګ چلند وشي او ډډې ته کړې شي.