Apr 30, 2024 17:34 Asia/Kabul
  • AP Photo/Mindaugas Kulbis
    AP Photo/Mindaugas Kulbis

پارس‌تودی- له قانون څخه د ملاتړ د اروپایي مرکز د اعلان له مخې، د فلسطین د عامه ډیپلوماسۍ د خدماتو موسسې، د فلسطین د حقوقو سازمان او فورنسیس نومې پلټونکې ایجنسۍ د جرمني له حکومته غوښتي دي چي د هغوی له ژوند څخه د ساتنې په لړ کې اسرائیل رژیم ته د وسلو له استولو لاس واخلي.

د وړاندې شویو شمېرنو له مخې، په تېرو دریو میاشتو کې د جرمني فډرلې ادارې د ۵ اعشاریه دوه میلیارد یورو په ارزښت د فوځي تجهیزاتو د صادراتو جواز ورکړي دي. د جرمني د اقتصاد د فډرل ادارې د راپور له مخې، د دې هیواد د فوځي تولیداتو ۹۰ سلنه صادرات د جرمني ملګرو هیوادونو ته تر سره کیږي چي کابو اکثره برخه یې اوکراین ته صادریږي، دې ته په کتو سره، د نورو کلونو په پرتله په تېرو دریو میاشتو کې د جرمني د وسلو د صادراتو کچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

صهیونیستي رژیم له ټولو نه د جرمني د وسلو مهم ګیراک

د استکهلم د سولې د نړیوالې موسسې د څېړنو له مخې چي د مارچ په میاشته کې خپره شوه، د اسرائیل د رژیم د ضرورت وړ ۹۹ سلنه وارداتي وسلې د جرمني او امریکاله لورې تامین شوي دي.   د سیپرې د ارزونو له مخې، صهیونیستي رژیم دله ۲۰۱۹ څخه بیا تر ۲۰۲۳ میلادي کلونو پورې، د خپل ضرورت ۳۰ وسلې له جرمني څخه وارد کړي دي.

د جرمني دولت اسرائیل رژیم ته د وسلو د صادراتو مسالې ته لومړیتوب ورکړی دی، د دې هیواد صدراعظم اولاف شولتس له طوفان الاقصی عملیات نه وروسته، نیواکي ټاټوبو کې اسرائیل رژیم ته وسلو د لېږدولو بهیر نوره هم ګړندي کړې ده.

په تېر کال کې صهیونیستي رژیم ته د جرمني د وسلو د صادراتو کچه د ۲۰۲۲ میلادي کال په پرتله لس چنده زیاته شوې ده او ۳۵۴ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. جرمني کابو پنځه لکه مرمۍ او درې زره د ټانګ ضد توغندۍ اسرائیل رژیم ته ورکړې چي ارزښت یې ۲۲ میلیون ډالرو ته رسیږي.

 د وکیلانو شخړې

په دې زمینه کې د اندېښنو په زیاتوالې سره، د جرمني حقوقي وکیلانو د برلین له محکمې څخه غوښتې دي چي د یوه حکم په صادرولو سره، حکومت مجبوره کړي چي نیواکي فلسطین ته د وسلو او د مرمیو له استولو لاس واخلي، ځکه چي دغې وسلې او مرمۍ د نړیوالو قوانینو په خلاف او د جنایت لپاره کارول کیږي.

د رسنیو له راپور سره سم، دا دوهم شکایت دی چي فلسطیني سازمانونو پورې د اړوندلو وکیلانو له خوا په اروپا کې تر سره کیږي.

له قانون څخه د ملاتړ اروپایي مرکز له راپور سره سم، د فلسطین د عمومي ډیپلماسۍ موسسې او د فلسطین د حقوقو سازمان او د فورنسیس پلټونکې ایجنسۍ وکیلانو دې حقیقت ته اشاره کړې چي جرمني د اسرائیل رژیم د وسلو له ټولو په لویه صادرونکې بدله شوې ده، او اکثره دغې وسلې د اکټوبر له اوومې پېښې نه وروسته اسرائیل رژیم ته استول شوي دي.

د جنګي وسلو د کنټرول د قانون له مخې، له اسرائیل رژیم څخه د جرمني وسله ایز ملاتړ، د جرمني د فډرل ادارې ژمنې نقضوي.

د وسلو د صادراتو له معیارونو څخه یو دا دی چي وسلې د نړیوالو قوانینو په وړاندې د جرمني له ژمنو سره په ټکر کې استعمال نه شي او دا په داسي حال کې دی چي اسرائیل رژیم د غزې په خلاف په جنګ کې له ټولو بشري حقوقو او نړیوالو قوانینو خلافورزي کوي.

د نیکاراګوئې د هیواد شکایت

 د نیکاراګوئې حکومت په دې زمینه کې په هالنډ کې نړیوالې محکمې ته شکایت کړی او صهیونیست رژیم ته د جرمني د وسلو د لېږد د مخنیوی غوښتنه کړې ده. په دغه شکایت کې له نړیوالې محکمې غوښتنه شوې ده چي اسرائیل رژیم سره د جرمني د فوځي مرستو مخه ونیول شي.

نیکارګوئه په جرمني باندې تور لګوي چي په غزې کې له اسرائیل رژیم څخه په فوځي ملاتړ سره، له نسل وژنې سره مرسته کړې او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي. په هالنډ کې د نیکاراګوئې سفیر په هاګ نړیواله محکمه کې په خپله وېنا کې وویل چي جرمني له اسرائیل سره په پوځې مرستو سره، په نړیوالو قوانینو سترګې پټې کړي دي.

هغه همداراز ټینګار وکړ چي هیڅ شک نه شته چي جرمني په ښه توګه په غزې کې د اسرائیل له خوا له نسل وژنې خبره ده، لیکن له دغه جنایتکار رژیم څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.