May 24, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • د یمن د مقاومت مشر وویل د حیواناتو د حقوقي د ملاتړي لویدیځ رسوايي دې فلسطین د نسل کشۍ په پیښه کښې ووینئ.

پارس ټوډې – د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په خپلې وروستۍ وینا کښې د امریکا په ملاتړ سره په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم جنګي جنایتونو ته اشاره وکړه او د امریکا د ولسمشر جوبایډن په عجیه ادعا چې ویلي یې وو په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم اقدامات نسل کشۍ نه ده سخته نیوکه وکړه.

د یمن د انصارالله غورځنګ مشر وویل په لارو کښې د فلسطینیانو وژل ، د فلسطینیانو د راغونډیدا په ځایونو باندې بریدونه او د سلګونو فلسطینیانو وږي ساتل د جوبایډن له نظر نسل کشۍ نه ده.

د غزې د روغتیا د سیسټم تباه کول او دغه سیمې ته درملو د ورتلو مخه نیول او د ناروغانو وژل او د ډیرو فلسطینیانو ژوندي خاورو کښې ښخول او معیوبانو وژل د امریکا د ولسمشر جوبایډن له نظره عام وژله نه ده.

د سلګونو فلسطینیانو وژل او په پناه ځایونو کښې د هغوې تعقیبول او وژل او په نانبایانو او د اوبو په څاګانو باندې بریدونه د جوبایډن له نظره جنایت نه دی.

الحوثي وویل دا  کومه عجیبه خبره نه ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن هغه څه چې په غزې کښې روان دي نسل کشۍ ونه ګڼي ځکه چې واشنګټن د جنایت استاد دی او په دغه کار کښې مخینه لري

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي د خپل د ادعا وړ هدف لپاره چې د غزې تړانګې خلکو ته د بشر دوستانه مرستو استول دي په غزې کښې د موقته سمندري پلیټ فارم په جوړولو کښې د امریکا  د اقدام په هکله وویل په غزې تړانګه کښې د امریکا ګرځنده بندر یوه پوځي اډه ده او واشنګټن هغه وخت چې پوځي تجهیزات او د هوايي دفاع سیسټم یې دغه سیمې ته انتقال کړ نو رسوا شو.

الحوثي په دوام کښې جوته کړه امریکا غواړي غزې تړانګه په یوه   زندان بدله کړي  کومه چې یوه لاره له سمندر څخه لري او امریکا پوځیان په دغه لارې څارنه لري.

هغه د فلسطین د خپلواکۍ په رسمیت پيژندلو کښې د ناروې، ایرلینډ او د اسپانیا د اقدام په هکله وویل د فلسطین هیواد په رسمیت د پيژندلو په هکله د دریو اروپايي هیوادونو اعلام له دې سره سره چې یو نیمګړی کړچار دی خو مهم  سیاسي ګام ګڼل کیږي.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر الحوثي وویل لویدیځ هیوادونه چې د پیشوګانو او د نورو حیواناتو د حقوقو خبره کوي د بشریت پرضد د نسل کشۍ په جنایتونو کښې په ګډون سره رسوا شول.

هغه جوته کړه په هالینډ کښې دیره په نړیوالې  جنايي محکمې کښې د لوی څارنوال بیانیه چې قرباني او جلاد یې برابر وباله په پریکنده توګه ناعادلانه ده.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر دغه پوښتنه وکړه د نړیوالې جنايي محکمې څارنوال د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د جنګ د وزیر ګالانټ په شان مجرمان ، د فلسطین مشران چې د خپل عادلانه ایډیل او موضوع دفاع کوي برابر ګڼي.

هغه دغه راز په دې خبرې سره چې یمن د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ولسمشر رئیسي د شهادت په غم کښې همدردۍ کوي وویل ښاغلي ابراهیم رئیسي له نورو سیاسي مشرانو سره فرق درلود.

ښاغلی رئیسي د خپل مسوولیت په مقام او له خلکو سره په ارتباط کښې یوه بیلګه دی او دا د نورو مشرانو لپاره مهم درس دی.

هغه وویل د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د شهادت د ویر په مراسمو کښې د ګډون لپاره د میلیونونو خلک له کورونو راوتل له خپلو خلکو سره د رئیسي د مثبتو اړیکو ښودنه کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې په دنیا کښې ډیر مشران له خلکو سره هیڅ اړیکه نه ساتي.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په دوام کښې وویل په خارج کښې د اسرائیلو د څنګ ته کیدا لمن د پراخیدا په حال کښې ده او د اسرائیلي دښمن د بوږنونکي جنایت په وړاندې د ځینو هیوادونو چوپتیا د بشریت ستر سپکاوی ګڼل کیږي.

هغه د خپلې وینا په پاې کښې د غزې له خلکو د ملاتړ لپاره د صهیونیسټ رژیم د کشتیو پرضد د یمن د پوځ د سمندري ځواکونو د عملیاتو دوام ته اشاره وکړه او ویې ویل روانه اونۍ مو د هند اوقیانوسیې ، عدن خلیج ، عربو سمندر او سره سمندر کښې په پینځلسو توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره اته پوځي عملیات ترسره کړل.

هغه وویل روانه اونۍ زمونږ یو پوځي عملیات په مدیترانې سمندر کښې ترسره شول.

حوثي زیاته کړه د اسرائیلي ، د امریکا او د بریتانیايي دښمن د هغو کشتیو شمیر چې تراوسه مو ورباندې بریدونه کړي دي یوسل نولسو ته رسیدلی دی.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر وویل روانه اونۍ د یمن د مارب او د البیضا ولایتونو په فضا کښې د امریکا ایم کیو نهه  ډوله دوې(۲) بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

هغه ټینګار وکړ له فلسطین څخه زمونږ د ملاتړ دریځ دوام مومي او د مسوولیتونو له منلو څخه  د یمن د یوه ملت په توګه به زمونږ احساس  او اګاهي پیکه نشي.

 

ټیګونه