د امام محمد تقی(ع)د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.
د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول په درستې نړۍ کې د اهل بیت علیهم السلام درست مینه وال د امامت او ولایت د آسمان دنهم ځلانده ستوري حضرت امام محمد تقي جواد الائمه علیه السلام د شهات دکلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دي.
حضرت امام محمد تقي (ع) د ۱۹۵هجری قمری کال په روژې مبارکې میاشتې کې زیږیدلی او د خپل پلار بزرګوار حضرت امام رضا علیه السلام له شهادت وروسته ئې د نړۍ د مسلمانانو امامت او رهبرۍ په غاړه درلوده.
د امام جواد (ع) د ژوند او امامت پړاؤ د اسلامی تمدن دغوړیدا او د اسلامی نړۍ د فلسفې او اعتقادي لیدتوګو د دودیدا زمانه وه. د مختلفو مذهبونو له متفکرانوسره د بحث او مناظرو د غونډو ترسره کیدا ،دخلکو تعلیم او تربیّت ، په تیره بیا د متفکرانو روزل او همنداراز د وخت د حاکمانو د ولسی ضد او انساني ضدسیاستونو ایشواکول د حضرت امام محمد تقي علیه السلام دعلمي ،کلتوري اوسیاسی فعالیتونو برخې وې.
د درست ایران ولس د امام جواد علیه السلام د شهادت د کلیزې په شپه په جوماتونو ،امامباړو،د حضرت امام رضا علیه السلام په مقدس حرم، په قم کې د حضرت بی بی معصومه سپيڅلي حرم او دغه راز نورو زیارتونو کې ویر او ماتم وکړ او دغه ویر او ماتم هماغه شان دوام لري.
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.