صهیونیسټي رژيم د ملګرو ملتو په تور لسټ کښې شاملیږي
د ملګرو ملتو سرمنشي د صهیونیسټي رژيم چارواکو ته خبر ورکړی چې غواړي دغه رژيم د ماشوم وژونکو حکومتونو په تور نوملړ کښې شامل کړي.
انتونیو ګوترش له دې مخکښې هم د ملګرو ملتو تر انتظام لاندې یو ښوونځي باندې هغه حمله غندلې وه چې په کښې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي وو.
ګوترش همداشان په انساني وجوهاتو په غزې تړانګې کښې د نښتو د سمدستي بندیدو او همداشان د ټولو برمته شویو کسانو د سمدستي او بې قیدوشرطه آزادۍ غوښتنه وکړه.
صهیونیسټي رسنیو د ملګرو ملتو د سرمنشي دغه اقدام، صهیونیسټي رژيم ته یو سیاسي ګوزار وباله.
د صهیونیسټي رژیم د ټیلیویژن دیارلسم چینل خبر ورکړی چې تل ابیب له داسې یوې پيښې څخه چې د اسرائيلو پوځ ماشوم وژونکی معرفي کړي، ویره لري ځکه چې د نړۍ د هیوادونو له هغو نه د هغو هیوادونو له خوا پرې د بندیزونو لامل کیږي چې اسرائیلو ته وسلې صادروي.
په تور لسټ کښې هغه هیوادونه راځي چې ماشومان په عسکرۍ نیسي، ورڅخه ناوړه جنسي استفاده کوي، وژني او یا یې معلوله کوي او همداشانپه ښوونځیو او روغتونونو باندې حملې کوي.
یاده دې وي چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځ په بریدونو کښې تراوسه ۳۶ زره، ۷ سوه او ۳۱ کسان شهیدان شوي او ۸۳ زره ۵ سوه او ۳۰ تنه نور زخمي شوي دي. همداشان له ۱۰ زرو ډیر کسان تر کنډولو لاندې شوي او حتی مړي یې تراوسه نه دي موندل شوې.