ورځپاڼو ته کتنه ۲۹-۳-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i14965-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۹_۳_۹۵
د تهران او سیمې ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د روانو چارو په اړه مختلف خبرونه خپارۀ کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2016 07:58 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۹-۳-۹۵

د تهران او سیمې ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د روانو چارو په اړه مختلف خبرونه خپارۀ کړی دی.

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د اسلامی شورا د جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی په حوالې ولیکل، په سیمه کښې د بحرانونو د جوړولو چټکتیا د هغو د هوارولو له چټکتیا زیاته ده. هغۀ زیاته کړه، د رامنځته شویو بحرانونو اصلی ګټه صهیونېسټانو ته رسیږی.

-----------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر ډاګټر محمدجواد ظریف له قوله ولیکل، ایران په سیمه کښې د جرمنی یو ښۀ شریک او انډیوال کېدې شی.

---------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې ملګرو ملتو وویل، داعش ترهه ګر د ایزدی مذهبه خلقو د نسل کُشې مرتکب شوی دی.

----------

ابرار ورځپاڼې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیری له قوله ولیکل، فکر کوم چې یو لړ داسې موارد شته چې امریکه کولط شی د ایران په باره کښې د خپل روغ نیت د ښودلو لپاره ترسره کړی.

--------------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د شهداو او ایثارګرانو د کورنیو د رژه ماتی په پروګرام کښې نړیوالې محکمې ته د امریکې په خلاف د ایران شکایت ته په اشارې سره وویل، د ملت د حقوقو تعقیبول د شهیدانو د لارې دوام دے.

-----------

ورځپاڼې د عراقی رسنیو په نقل سره ولیکل، د عراق فلوجه ښار په کامله توګه د داعش ترهه ګرو له قبضې ازاد شو. او زیاته یې کړه د عراق وزیراعظم بېګا د فلوجې ښار د بشپړه ازادۍ او د داعشیانو له نجاسته د دغه ښار د پاکولو اعلان وکړ.

-----

ورځپاڼې ولیکل د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په برلېن کښې وویل،مونږ د مېنځنیځ د بحران د هواری لپاره له اروپا سره ملګرتیا ته تیار یوو.

------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکلو د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت د سلاکار مرستیال او د امریکې د ولسمشر باراک اوباما لوړ رتبه مرستیال بېن روډز د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له بیاناتو وروسته چې یې وفرمایل که امریکه د برجام موافقه لیک وشلوی نو مونږ به ورته اور ورته کړو وویل، واشنګټن به په برجام پابند پاتے شی او د امریکې راتلونکےولسمشر به هم دغه موافقه و نه شلوی.

-------

ورځپانې د پاکستانی چارواکو په حوالې سره ولیکل، دغه هېواد له افغانستان سره د پوله ایزو مسائلو د هوارولو لپاره چمتو دے.

-----

اطلاعات ورځپاڼې د بحرېن د دینې عالمانو په حوالې سره ولیکل، د شیعه مسلمانانو په خلاف د آل خلیفه رژیم دښمنانه اقدامات د جنګ اعلان وبلۀ.

-----

ورځپاڼې د متحده عرب اماراتو د چارواکو په حوالې سره ولیکل دغه هېواد د یمن په خلاف د سعودی له ائتلاف سره ملګرتیا ختمه کړه.

-----

د ورځپاڼې له قوله د فلسطین حماس غورځنګ وویل، د فلسطینیانو له ارمانونو څخه د ایران ملاتړ ته ډېر اهمیت ورکوو او قدرونه یې کوو.

-----------

اطلاعات ورځپاڼې د صهیونېسټ رژیم د چارواکو له قوله ولیکل، د لبنان د حزب ا... په لکونو توغندیو اندېښمن کړی یوو.

----------

د ورځپاڼې د خبر له مخې نېټو اعلان وکړ تر دوه زره شلم کاله پورې به په افغانستان کښې پاتې شوو.

-----------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې ولیکل، د تهران د جمعې د نمانځۀ موقته خطیب آیت‌الله محمد امامی کاشانی پرون د جمعې د نمانځه په خطبه کښې وویل، د امریکې، صهیونېزم او سعودی سپېرۀ مثلث د اسلام په مقابل کښې ولاړ دے.

----------

ورځپاڼې د ایران د اېټمی انرجۍ د ادارې د ویان بهروز کمالوندی له قوله ولیکل، که پینځه جمع یو ډلې په ژمنو باندې عمل ونکړ نو متقابل اقدام ترسره شی.

---------

ورځپاڼې د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د مشر آیت‌ الله احمد جنتی له قوله ولیکل، ځوانانو ته پکار دی د اسلامی انقلاب د معظم رهبر بیانات خپل نصب العېن جوړ کړی.

----------

ورځپاڼې د اسلامی شورا د جرګې مشر علی لاریجانی په حوالې سره ولیکل، د سیمې هېوادونو ته پکار دی چې د بچګانه سیالیو په لټه کښې نه وی.

----------

د پاکستان جنګ ورځپاڼې د خپلې انټرنېټی صفحې په تازه خبرونو کښې د پاکستان د چارواکو له قوله ولیکل، د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تورخم پوله ایزه لاره له شپږو ورځو تړل کېدو وروسته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه. او په سیمه کښې د پاکستانی چارواکو لخوا لګول شوې کرفیو هم پورته کړې شوه. ورځپاڼې زیاته کړه چې شپږ ورځې مخکې په داسې حال کښې چې پاکستانی ځواکونو د تورخم په پوله ایزه سیمه کښې دروازه لګول غوښتل د افغان ځواکونو لخوا پرې ډزې وشوې چې د دواړو خوا تر مېنځ د نښتې په رامنځته کېدو سره دغه لاره وتړلې شوه. د ورخپاڼې د لیکنې له مخې په دغه نښته کې د ځینو لوړ رتبه فوځی افسرانو په شمول له دواړو خواو یو شمېر ځواکونه مړۀ یا ژوبل شول.

----------

ورځپاڼې ولیکل، د علامه طاهر القادری په مشرۍ د پاکستان په لاهور ښار کښې د عوامی تحریک پرلت غزونه ختمه شوه. له دې مخکې علامه طاهرالقادری په خپله وېنا کښې وویل چې زمونږ غوښتنه قصاص او انصاف دے.

-----------

د کابل چاپ سرخط ورځپاڼې کې لیکلی، وروسته له دې چې پاکستان پوه شو چې په خپل لاس روزل شوی طالبان یې د افغان ځواکونو په مخامخ جګړو کې ناکام شول، نو د ډیورند پر کرښه یې سرغړونو ته زور ورکړ.

ورځپاڼې زیاته کړه، پاکستان داسې ګڼله چې افغان امنیتی ځواکونه به یې د تائسیساتو په جوړولو آرام کینی او ځواب به ورنه کړی، خو د سرمقالې لیکوال ویلی، برعکس داسې ونه شول او افغان ځواکونو دې تحرکاتو ته جدی ځواب ورکړ.

---------

کابل پوسټ بیا په لومړی مخ کې لیکلی چې پاکستان له روانو خبرو غلط تعبیر اخیستی او په تورخم کې یې د تائسیساتو جوړولو ته دوام ورکړی دی.

په مطلب کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر عمرزاخېلوال په حواله لیکل شوی، که د تائسیساتو د جوړولو کار ونه درول شی، د ډیورند کرښې په اوږدو کې به جګړې پراخه او د بدو عواقبو مسئولیت به یې د پاکستان پر غاړه وی.

--------

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا پر لویو لارو د برمته نیولو پیښو ته په اشارې سره لیکلی دی چې د برمته نیونې دغه پېښې بد عواقب درلودلی شی.

ورځپاڼه زیاتوی، طالبانو په جوزا میاشت کې دوه ځله په کندز او یوځل په غزنی کې له موټرو سپرلۍ ښکته کړې چې یو شمېر یې ووژل او ځینې نور یې له ځان سره بوتلل. د ورځپاڼې په باور، دغو برمته نیولو قومی بڼه غوره کړې او که یې حکومت مخه ونه نیسی د غچ اخیستو انګیزه به یې رامنځ ته او بد عواقب به ولری.

-------

ملی ارمان بیا په خپله لیکنه کې لیکلی، تېره ورځ په کابل کې یو شمېر معترضو د برمته شوو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کوله چې د امنیتی ځواکونو له ناوړه چلند او تاوتریخوالی سره مخ شول.

ورځپاڼه زیاتوی، که د پولیسو دغه کار شخصی وی، ممکن څه نا څه د زغم وړ وی، خو که چیرې پولیس د کومې ادارې له خوا دې کار ته هڅول شوی وی، د اندیښنې وړ موضوع ده.

----------