له نایجر څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر نهايي شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i150046-له_نایجر_څخه_د_امریکايي_ځواکونو_د_وتلو_بهیر_نهايي_شو
څلور میاشتې وروسته د امریکا حکومت اعلان وکړ چې خپل ټول پوځي ځواکونه به ژر له نایجر څخه ووځي.
(last modified 2024-07-06T07:48:47+00:00 )
Jul 06, 2024 12:16 Asia/Kabul
  • له نایجر څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر نهايي شو

څلور میاشتې وروسته د امریکا حکومت اعلان وکړ چې خپل ټول پوځي ځواکونه به ژر له نایجر څخه ووځي.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا حکومت چې په ځلونو یې له نایجر څخه د خپلو ځواکونو ویستلو موضوع ځنډولې وه، اعلان وکړ چې ډېر ژر به له نایجر څخه خپل ټول پوځي ځواکونه وباسي.

د امریکا د هوايي ځواکونو یو قومندان جنرال کینیت اکمن له CBS سره په مرکه کې وویل: د دې اونۍ په پای کې به لومړی په یوه «کوچنۍ اډه» کې موجود امریکايي پوځي ځواکونه له نایجر څخه ووځي او بیا به د اګست په میاشت کې د څارنې په یوه لوی مرکز کې موجود ۵۰۰ نور امریکايي پوځیان هم له نایجر څخه ووځي.

دا د بې پیلوټه الوتکو اډه چې د "نایجر هوایی اډې 201" په نوم پیژندل کیږي متنازع وه او ویل کیږي چې د متحده ایالاتو د پټو خدماتو (سي آی اې) لپاره د جاسوسۍ عملیاتو اصلي مرکز و.

د مارچ په پای کې په نایجر کې واکمنې شورا له واشنګټن سره د پوځي همکارۍ تړون لغوه کړ او په نایجر کې یې د امریکايي پوځیانو شتون غیر قانوني او د دغه هېواد د ګټو خلاف وباله.