داعش او القاعده په افغانستان کې ځان خوندي احساسوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i150218-داعش_او_القاعده_په_افغانستان_کې_ځان_خوندي_احساسوي
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې ویلي چې، داعش او القاعده ترهګرې ډلې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره خوندې پټنځایونه موندلی شي او دا هېواد د ترهګرۍ سرچینه ده.
(last modified 2024-07-11T05:03:35+00:00 )
Jul 11, 2024 09:30 Asia/Kabul
  • داعش او القاعده په افغانستان کې ځان خوندي احساسوي

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې ویلي چې، داعش او القاعده ترهګرې ډلې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره خوندې پټنځایونه موندلی شي او دا هېواد د ترهګرۍ سرچینه ده.

دې ډلې پرون چهارشنبه د (جولای په لسمه) په یو راپور کې ویلي چې، "دا هېواد لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د خوندې ځای په توګه پېژندل کېږي".

راپور زیاتوي چې "د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې د طالبانو زغم، ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرۍ د پراختیا لار هواروي."

په راپور کې ویل شوي، القاعده له طالبانو سره له خپلو زړو اړیکو څخه په استفادې، پرمختګ ته دوام ورکوي.

د ملګروملتونو د څار ډلې په راپور کې دا هم راغلي چې القاعده ډلې تیر کال د افغانستان په پنځو ولایتونو کې روزنیز کمپونه جوړ کړي او د خپلو شبکو د بیا تنظیم لپاره د کسانو په جلب و جذب بوخته ده.

طالبانو د ملګروملتونو د څار ډلې د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په ځلونو ویلي وو چې، داعش ډ‌له يې ځپلې او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ ډلې له لوري د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.