که مو جاپانیان قرباني کړې نه وای، د نړۍ راتلونکې به له جنګونو ډکه وای! د هیروشیما د ایټمې عام وژنې کلیزه او د قربانیانو انځورونه
پارس تودی- ۷۹ کاله مخکې په داسي یوه ورځ کې په جاپان کې د هیروشیما ښار د امریکا له خوا په ایټمي بم سره، وران شو، داسي جنایت چي اثرات یې لاهم پاتې دي.
د ۱۹۴۵ میلادي کال د اګوست د میاشتې په شپږمه نیټه، د امریکا د هغه مهال د ولسمشر هری ټرومن په امر سره، د امریکا د فوځ بي ۲۹ تیاره، د جاپان د هیروشیما په ښار یو ایټمي بم وغورځول. د پارس تودی له راپور سره سم، کوم ایټمي بم چي امریکایانو په هیروشیما وغورځول (وړوکی زوی) نومېده چي زرګونه کسان یې ځای په ځای او لسګونه زره نور یې د کال تر پایه پورې ووژل.
د بمباریو پر مهال، له ۲۸۰ نیولې بیا تر ۲۹۰ زره جاپاني عامو وګړو او ۴۳ زره جاپآني پوځیانو په دغه ښار کې میشت وو، چي له بمباره وروسته، تر څلورو میاشتو پورې ۱۶۶ زره کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړ.
د امریکا د انرژیو وزارت ارزونه وایي چي له پنځو کلونو وروسته لاهم کسانو د دغه ایټمي بم د اثراتو په خاطر مړه کېدل چي په دې سره، د قربانیانو شمېر ۲۰۰ زرو کسانو ته ورسېده. خو د جاپان حکومت بل څه وایي: د هیروشیما د ځایې ادارې د احصایې له مخې، ۲۳۷ زره کسان د دغه ایټمي بم له چاودېدلو وروسته وژل شوي، ځینې ځای په ځای او ځینې بیا وروسته، خو په لنډه موده کې د ایټمي چاودنې د وژونکو اثراتو په خاطر، لکه سرطان او سوځېدنې له امله خپل ژوند د لاسه ورکړ.
په همهغه کال کې یعني په ۱۹۴۵ کې، له لومړی ایټمي برید نه درې ورځې وروسته، امریکا د چاق سړي په نامه بل ایټم بم یې د جاپان په ناکازاکي ښار باندې وروغورځول چي په دغه برید کې هم په سلګونو زرو عامو خلګو خپل ژوند د لاسه ورکړ.
جاپاني چارواکي وایي چي په هیروشیما او ناکازاکي ښارونو باندې د امریکا د دغو دوو ایټمي ګوزارونو په نتیجه کې له ۵ لکو زیات عام وګړې وژل شوي دي. امریکا هیڅکله هم د ایټمي بمونو د غورځولو په خاطر بخښنې غوښتلو ته تیاره نه شوه.
د امریکا له لورې د جاپان په هیروشیما او ناکازاکي ښارونو ایټمي برید، په نړۍ کې د ایټمي وسلو د کارولو یوازنی مورد نه دی،
د جاپان د ایټمي بمباریو په وړاندې د امریکا د اصلي رسنیو او وتلیو تاریخ لیکونکو چلند، د ګډوډو خبرو په بنیاد وو، په ډاسي ډول چي د امریکا دغه برید یې د یوه ګټور او ضروري اقدام په توګه توجیه کړې وای.
د هغوي په ادعا سره، که امریکا دغه ایټمي بریدونه نه وای کړئ، جنګ به دوام موندلې وای او ټوله نړۍ به په کښې ښکېله شوې وای او لازیات کسان به هم خپل ژوند د لاسه ورکړي واي. البته چي د جنګونو د دوام په برخه کې باید وویل شي چي د دوهمې نړیوالې جګړې له ختمېدو وروسته، امریکا خپله دا دنده په غاړه واخیسته، او جنګونو ته یې دوام ورکړ، له کوریا نیولې بیا تر ویټنام، عراق، افغانستان، لیبیا، سوریې، بالکان سیمه او جنوبي امریکا پورې.
دې ته په کتو سره د امریکایانو دا ادعا چي په جاپان باندې د ایټمي بریدونو په نتیجه کې نړۍ د دوهمې نړیوالې جګړې له دوامه وژغورل شوه، یوه چټي او بې بنیاده خبره ده بلکې مونږ تاسو ګورو چي لاهم نړۍ جګړې روانې دي او د ټولو جګړو مسئولیت هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول امریکا او د هغه ملګرو ته ورګرځي.
په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د استکهلم د سولې د تحقیقاتو پورې اړونده موسسه، چي SIPRI
نومیږي په خپل راپور کې وویل چي اوس د نړۍ نهو هیوادونو ایټمي وسلې لري یعني، امریکا، روسیه، انګلیس، فرانسه، چین، هندوستان، پاکستان، شمالي کوریا او اسرائیل رژیم.
خو سره له دې وینو چي امریکا او لوېدیځو هیوادونو د ایټمي وسلو د له مینځه وړلو په لور هیڅ ګام نه پورته کوي او نړیوال ایټمي ایجنسۍ هم د خپلو سیاسي اغراضو لپاره د یو اوزار په توګه کاروي.
د پارس ټودی د راپور په دوام کې هم د امریکا له ایټمي برید نهوروسته، د هیروشیما د ښار انځورونو ته یو نظر اچوو: