په روسيې کې د افغانستان نوی سفیر مسکو ته ورسید
د مسکو او کابل ترمینځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په یوې نوې پرمختیا کې، د افغانستان د طالبانو د حکومت لومړنی رسمي سفیر وروسته له دې چې دا ډله په اپریل میاشت کې د روسيې د ممنوعه ډلو له لیسټه وویستل شوه، مسکو ته ورسید.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، سپوتنیک خبري اژانس اعلان کړی چې د افغانستان د طالبانو د حکومت له خوا معرفي شوی ډیپلومات ګل حسن ، مسکو ته ورسید او ټاکل شوې چې ډېر ژر به د ډیپلوماټیکو تشریفاتو له بشپړولو وروسته، په رسمي توګه د افغانستان د سفیر په توګه په روسيې کې معرفي شي.
دا ډیپلوماټ پرون ناوخته د روسيې پلازمېنې ماسکو ته ورسید.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» هم وئيلي دي چې د اداري چارو له بشپړولو وروسته به ، ګل حسن په رسمي توګه د سفیر په توګه ومنل شي.
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې روسيې د روان کال په اپریل میاشت کې طالبان د خپلو ممنوعه ډلو له فهرسته ایستلي؛ داسې اقدام چې شنونکو ئې د مسکو او کابل ترمینځ د اړیکو او سیمه ییزو ګټو د پیاوړتیا په موخه ارزولی دی.
تر دې وړاندې، په مسکو کې د افغانستان سفارت د کاردار له خوا اداره کېده او اوس د سفیر په منلو سره، دا اړیکه نوره هم رسمي بڼه خپلوي.
روسيه له چین وروسته دویم هېواد دی چې د طالبانو د حکومت سفیر په رسمي توګه مني.