آنروا: اسرائیل زمونږ مرکزونه قصداً په نښه کوي
د آنروا مدیر وویل: اسرائیل په غزې تړانګې کښې د ملګرو ملتو د مرکزونو او تاسیساتو له ځایه د کره معلوماتو سره سره، دغه ځایونه په نښه کوي.
د آنروا مدیر وویل: اسرائیل په غزې تړانګې کښې د ملګرو ملتو د مرکزونو او تاسیساتو له ځایه د کره معلوماتو سره سره، دغه ځایونه په نښه کوي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې او کارموندنې آژانس (آنروا) په غزه کښې په یو ښوونځي باندې د صهیونیسټي رژیم وروستۍ حملې ته په غبرګون کښې وویل: دا اول ځل نه دی چې اسرائیل په غزې کښې دا ډول جنایتونه ترسره کوي.
په عین حال کښې د اسراء ابومصطفی په نامه فلسطیني معلمې چې د خپل کور د کنډولو دپاسه لګیدلو خیمو کښې ماشومانو ته د درس ورکولو په موخه او د جنګ د حالاتو په وجه زده کړې ته د زده کونکو د نه تیارۍ باوجود، نوی تعلیمي کال پيل کړی دی.