ورځپاڼو ته کتنه ۳۱-۳-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i15280-ورځپاڼو_ته_کتنه_۳۱_۳_۹۵
د ایران او نړۍ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د روانو حالاتو په اړه مختلف خبرونه ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2016 10:00 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳۱-۳-۹۵

د ایران او نړۍ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د روانو حالاتو په اړه مختلف خبرونه ورکړی دی.

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی شورا د جرګې مشر ډاکټر علی لاریجانی د عراق د پارلېمان مشر سلیم الجبوری ته په یو لیک کښې د داعش له ترهه ګرې ډلې له قبضې څخه د فلوجې ښار د ازادېدو مبارکی وویله.

-------

د ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شانګهائی د ملګرتیا د تنظیم د سرمشرانو په غونډه کښې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کوی، ورځپاڼې د اېسنا خبری اژانس په نقل سره ولیکل چې دغه غونډه د چنګاښ د راتلونکې میاشتې په څلورمه نېټه په تاشکند کښې جوړیږی.

-----------

ورځپاڼې ولیکل، د امریکې ولسمشر باراک اوباما د سعودی د باچا له زوے محمد بن سلمان سره په واشنګټن کښې د ایران د اسلامی جمهوریت، یمن او سوریې په اړه خبرې اترې وکړې.

------

د ابرار ورځپاڼې د یو خبر له مخې بلغاریه هېواد په عمومی ځایونو د ښځو د برقعو په سرولو بندیز ولګوۀ.

--------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د روسیې د انرجۍ وزیر خبر ورکړ د دوه زره شپاړسم روان میلادی کال په وړومبیو شپږو میاشتو کښې د تهران او ماسکو مبادلات ډېر زیات شوی دی.

--------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپانې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل د ایران اسلامی دجمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د هېواد ټولو قومونو ته په پام له غوره ځواکونو څخه په استفادې باندې تاکید وکړ.

--------------

ورځپاڼې د شهید چمران د شهادت د کلیزې په مناسبت د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع د وزیر جنرل حسېن دهقان له قوله ولیکل: شهید چمران په مختلفوډګرونو کښې د اقدام او عمل یو نمونه او نوم پېدا کوونکے شخصیت ؤ.

---------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سبا اروپا ته خپل سفر شروع کوی.

---------

ورځپاڼې ولیکل د نظام د مصلحت د ټولنې مشر آیت ا... هاشمی رفسنجانی د اهلبېتو علیهم السلام د مکتب خصوصیاتو او فضائلوته په پام سره وویل د ایران دخلقو ګفتار او کردار پکار دی د نړۍ د خلقو لپاره نمونه وی.

----------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو حکم کښې بهرام قاسمی د بهرنیو چارو د وزارت د نوی ویاند او د عمومی او رسانه ای ډېپلومېستۍ د مرکز د مشر په توګه وټاکۀ.

---------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران د چاڼ ځایونو تولیدات په ورځ کښې یو میلین اتۀ لکه دېرش زره بېرلو ته ورسېدل.

------

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل، ایران په نړۍ کښې د الیکټریکی انرجۍ د تولید څوارلسمه رتبه حاصله کړه.

------

ورځپاڼې د افغانستان د رسنیو له قوله ولیکل، په کابل کښې په ځان وژونکې حمله کښې دویشت تنه مړۀ او ژوبل شول.

----------

ورځپاڼې د ایران د اطلاعاتو د وزارت د اطلاع رسونې د مرکز په نقل سره ولیکل، د زمانې د امام د ګمنامو سربازانو په وسیلې سره په تهران او د ایران په ځینو نورو صوبو کښې د ترهه ګرۍ څو خطرناک عملیات شنډ کړل او یو شمېر کسان یې سره د بمونو او د ترهه ګرۍ له نورو وسیلو سره ونیول.

----------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپلو تازه خبرونو کښې ولیکل، پاکستان له کابله راغلی پلاوی ته سکوټ وویل چې د ترهه ګرۍ د ختمولو او مخنیوی لپاره د پولې کنټرول لازمی دے او نه یوازې د تورخم پوله بلکې له پاکستان سره په ټولو پولو کښې د ګېټونو لګول لازمی د ی.

نن په اسلام آباد کښې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د مسئولانو په غونډه کښې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال حکمت کرزی وویل، دواړو هېوادونو ته پکار دی چې په سلا مشورې سره یو مېکانېزم تیار کړی.

--------

ورځپاڼې ولیکل د خېبر پختونخوا صوبې په مرکز پېښور ښار کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې د پینخو افغانانو په شمول اتلس تنه ونیول. او همدارنګ په کراچۍ کښې هم امنتی ځواکونو د شپږ افغان ښاریزو په شمول څوارلس تورن کسان ونیول.

---------

د جنګ ورځپاڼې د لیکنې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل چې امریکې غوښتل چې د پاکستان په اېټمی پروګرام بندیز ولګوی خو پاکستانی چارواکو ورسره ونه منله.

-------

ورځپاڼې ولیکل د کابل په ځان وژونکې حمله کښې څوارلس تنه مړۀ او درویشت نور ژوبل شول.

--------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو د وزیرې مېرمن شسما سوراج په حوالې سره ولیکل، په نیوکلیئر سپلائزر ډله کښې د پاکستان په ګډون هیڅ اعتراض نه لروو.

------

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو راپورته شوېو مسایلو په اړه مطالب خپاره کړی دی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلی چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلی، که هر هېواد پر دوی برید وکړی پاکستان به یې ځواب ووایی.

په مطلب کې راغلی چې عزیز له بی بی سی اردو څانګې سره په مرکه کې ویلی، تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې روانې وی، په دې سره پاکستان نه له افغانستان سره کومه هوکړه تر پښو لاندې کړې او نه هم له کوم نړیوال قانون نه سرغړونه کوی.

ویسا په خپل یو بل مطلب کې دغه شان لیکلی چې د هلمند په بهرامچه کې هم د پاکستان له لوری د تاسیساتو جوړولو چارې روانې دی.

------

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په خپله لیکنه کې د مسئلې په اړه د افغان ولسمشر د لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم غبرګون راخېستی دی. هېواد لیکلی، جنرال دوستم پاکستان ته ګواښ کړی چې لانجه دې نه راولاړوی او خبرې دې ومنی او د خبرو نه منلو په صورت کې به د پاکستان پر ضد پر عمل لاس پورې کړی.

ورځپاڼه لیکی دا په دې مانا ده چې که پاکستان بیا هم خبرو او پرېکړو ته کوم اهمیت ورنه کړی نو په لوی لاس غواړی چې د افغان ولس زور وازمایی.

------

ډجیټل ژورنال خپرونې چې له کاناډا خپرېږی په افغانستان کې د بچه بازۍ پر ستونزه لیکنه خپره کړې ده چې اوس په جګړه کې هم ورڅخه کار اخېستل کېږی.

خپرونې د فرانسې خبری اژانس په حواله لیکلی چې وسله وال طالبان په دې تورن شوی چې له دغو ماشومانو د جنسی بردګانو په توګه د افغانستان په جنوب کې پر پولیسو د حملې لپاره ګټه پورته کوی.

لیکنې په یوه برخه کې راغلی معمولاً ځینې زورور جنګسالاران، قوماندانان، سیاستوال او نور کسان د قدرت او نفوذ د یوې نښې په توګه هلکان ساتی. د دغو کسانو له خوا په دغو ماشومانو د ښځو کالی اغوستل کېږی، په خصوصی محفلونو کې نڅول کېږی او جنسی استفاده ورڅخه کېږی.

---------

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې سټارس اینډ سټرایپس په خپله تازه ګڼه کې له افغان پوځ سره د امریکا د مالی مرستو پر دوام لیکنه خپره کړې ده چې سرلیک یې دى: امریکا هڅه کوی افغان پوځ ته د میلیارډونو ډالرو نور ملاتړ هم برابر کړی.

د لیکنې په پیل کې راغلی امریکا هڅه کوی د افغانستان پوځ او پولیسو ته نوره مالی مرسته هم برابره کړی، دغه مرسته به له نویو شرایطو پرته وی او د ضایع کېدو هڅه به یې هم کېږی.

د سټارس اینډ سټرایپس د مطلب په دوام راغلی، په وارسا کې د ناټو په هغه دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې د جولاى میاشتې پر اتمه پیلېږی، د امریکا متحده ایالات او متحدان به یې هڅه وکړی، تر ٢٠٢٠میلادی کاله پورې له افغان امنیتی ځواکونو سره د مالی مرستې اندازه ١٥ ملیارډو ډالرو ته ورسوی.

--------