جرمن صهیونیسټي رژيم
https://parstoday.ir/ps/news/world-i154822-جرمن_صهیونیسټي_رژيم
پارس ټوډی- په ۲۰۰۵ کال کې کله چې مېرکل د جرمني صدراعظمه شوه او ۱۶ کاله یې په دې چوکۍ دنده ترسره کړه، شین سور حکومت پای ته ورسېد. په 2008 کې، د اسراییلو په پارلمان کې د وینا په ترڅ کې، میرکل وویل:"دا تاریخي مسؤلیت زما د هیواد د ملي ګټو برخه ده."
(last modified 2024-12-01T07:15:14+00:00 )
Dec 01, 2024 11:41 Asia/Kabul
  • د برلین په برانډنبرګ دروازې باندې د اسراییل بیرغ
    د برلین په برانډنبرګ دروازې باندې د اسراییل بیرغ

پارس ټوډی- په ۲۰۰۵ کال کې کله چې مېرکل د جرمني صدراعظمه شوه او ۱۶ کاله یې په دې چوکۍ دنده ترسره کړه، شین سور حکومت پای ته ورسېد. په 2008 کې، د اسراییلو په پارلمان کې د وینا په ترڅ کې، میرکل وویل:"دا تاریخي مسؤلیت زما د هیواد د ملي ګټو برخه ده."

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې وروسته په پنځو میاشتو کې، نړۍ په ویره کې لیدلي چې آلمان په غزه کې څنګه د اسراییلو په حملې او جګړې باندې د نیوکو د غلې کولو لپاره هولوکاسټ د وسلې په توګه کاروي.

په دې بحران کې د آلمان د حکومت چلند په عمل کې له امریکې سره هیڅ توپیر نه درلود: دواړو هیوادونو د اسراییلو رژیم ته وسلې لیږلې او د عدالت په نړیواله محکمه کې یې د سویلي افریقا په وړاندې د اسراییلو ملاتړ وکړ.

خو په کورنۍ سطحه آلمان، پښه نوره هم اوږده کړې او د هغو مظاهره چیانو، هنرمندانو او روڼ اندو په ځپلو کی چی د فلسطین له خلکو سره یې پیوستون اعلان کړی دی، ډیر جدي او سخت  عمل کړی دی. دا کړنې د هغه مسؤلیت څخه ګټه پورته کوي چې د هولوکاسټ په وجه په آلمان باندې ایښودل شوی و او په یو ډول یې د خپلو اخلاقو د ښودلو لپاره کاروه.

پداسې حال کې چې دغو ځانګړو ځپنو ته ډیره پاملرنه شوې، په جرمني کې د هولوکاسټ د یاد کلتور د جوړولو او تکامل پروسې ته ډیره کمه اشاره شوې ده. په امریکې کښې ډیر خلک، جرمني یو پرمختللی هیواد ګڼي چې د هولوکاسټ د یاد ساتنې کلتور یې په یو ډول پوخ کړی دی چې له اسرائیلو د بې قیدوشرطه ملاتړ لامل شوی دی. خو حقیقت له دې ډیر پيچلی دی. د یادساتنې دغه کلتور له ۸۰ میلادي لسیزې وروسته د جرمني په فیډرل جمهوریت کښې تثبیت شو. په عین حال کښې په تیرو دوو لسیزو کښې دغه کلتور د زوال په لور لاړ او جرمني د انسانیت په وړاندې د مسئولیت له منلو څخه، اسرائیلو ته د دغه مسئولیت په محدود کولو ته رسیدلی دی.

په دغو بدلونونو کښې ترټولو ډیره «آنګلا میرکل» ګرمه ده چې په وروستیو دوو لسیزو کښې د جرمني په سیاست واکمنه وه. خو باید پام وکړو خو بايد يادونه وشي چې په دې موده کې متقابلو سياسي قدرتونو د المان د مرکزي کيڼ اړخ او د امريکا او اسرائيلو د ښي اړخو تر منځ يو ناڅاپي اتحاد رامنځته کړ. نن ورځ، د آلمان ایتلافي حکومت د سوسیال دیموکراتانو، شنو او آزاد دیموکراتانو څخه جوړ دی. د نیمن په وینا، د اسراییلو په اړه د دې حکومت دریځونه "د امریکا او اسراییلو د عامه اړیکو د کمیټې د دریځونو په پرتله ډیر محافظه کار او ملاتړي دي."

په2005 کال کې، کله چې میرکل د آلمان صدراعظمه شوه او د 16 کلونو لپاره یې دنده ترسره کړه د سور او شین حکومت ختم شو. میرکل په ۲۰۰۸ کال کې د اسرایلو پارلمان ته د وینا پر مهال چې د جرمني د صدراعظمې لومړۍ وینا وه، ټینګار وکړ چې د هغې ټول مخکني مشران د اسرایلو د امنیت په برخه کې د آلمان د ځانګړي مسوولیت څخه خبر دي. هغې وویل: "دا تاریخي مسؤلیت زمونږ د هیواد د ملي ګټو برخه ده."

د میرکل دغه دریځنیونه له ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۵ ترمینځ کلونو کښې په اسرائیلو کښې د جرمني له سفیر «رودولف درسر» څخه د څرګندې اغیزې له امله وه. «ډرسر» په ۲۰۰۵ کال کښې په یوه مقاله کښې لیکلي وو چې د اسرائیلو امنیت، زمونږ له ملي ګټو څخه دی.

که څه هم دا اصطلاح په اصل کښې له یوشکا فیشر نه اخیستل شوې وه خو د اشپیګل د رپورټونو له مخې، د میرکل صلاحکارانو دغه اصطلاح له خپلو «د ډیموکراټ عیسايي وینا له طریقې» ډیره مناسبه ګڼله.د میرکل دغه اقدام کښې په «بې بدیله» سیاست مشهوره وه، د اسرائیلو په وړاندې د جرمني سیاست یې په عملي توګه د ډیموکراټکې سیالي له دایرۍ وباسه او «یورګن زیمررِ» نومي تاریخ لیکونکي په وینا یې، دغه سیاست په یو «بې چون و چرا» اصل بدل کړ.

میرکل په دې برخه کې بریالۍ وه. د جرمني نږدې ټولو سیاسي جریانونو په دې مسله موافقه وکړه چې د اسراییلو په وړاندې مسؤلیت د هیواد د ملي ګټو له اصولو څخه دی. په 2021 کال کښې ، نوی ایتلافي حکومت چې د سوسیال دیموکراتانو، زرغون او آزاد دیموکراتانو څخه جوړ شوی و، یو تړون خپور کړ چې دا مشهور بند په کښې شامل و "د اسراییلو امنیت زموږ له ملي ګټو څخه دی."

ښي اړخ ته: د نتانیاهو او شولتز عکس – کیڼ لوري ته: د نتانیاهو او میرکل انځور

جرمن چانسلر اولاف شولتز د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له میاشتې یوازې لس ورځې وروسته اسراییلو ته سفر وکړ او دا بیانیه یې په داسې حال کې تکرار کړه چې اسراییلو پر غزې زرګونه بمونه غورځولي دي. له هغه وخته چې مېرکل له دندې ګوښه شو، د هغې د بهرنۍ تګلارې په میراث باندې نیوکې زیاتې شوې.

خو د اکتوبر له اوومې وروسته پېښو وښودله چې د اسرایلو په وړاندې د آلمان په بهرنۍ پالیسۍ کې د میرکل میراث هم په تخریبي ډول عمل کړی دی. په ۲۰۰۹ کال کې د اسراييلو په پارلمان کې د مېرکل له وينا يو کال وروسته نتنياهو په دويم ځل واک ته ورسېد او له هغه وخت راهيسې اسراييلو په زياتېدونکي ډول سخت دريځو ته ګروهنه پیدا کړې ده. اوس، آلمان یا نه دی توانیدلی یا نه غواړي چې په اسراییلو نیوکه وکړي، حتی داسې مهال چې اسراییل فلسطینیان له خپلې خاورې شړي او بمباري کوي.