له یوروشیا سره د ایران په سوداګرۍ کې ۱۶ سلنې زیاتوالی
پارس ټوډی ـ د ایران اسلامي جمهوریت له یورویشا سره په سوداګریزه برخه کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی.
له ایران څخه د نړۍ ۴۹ هېوادونو ته د نانو محصولاتو صادرات د میلک له سرحدي ترمینل څخه په ترانزیت کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی، چې له امله یې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ایران وړاندیز؛ دا مهال د ایران د اقتصادي برخې له مهمو خبرونو څخه ده.
د ایران اسلامي جمهوریت د ګمرک ادارې د را پورو له مخې؛ د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پر تله د اروپا د اقتصادي اتحادیې غړو هېوادونو ته د ایران صادراتو کې شپاړس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، دغو هېوادونو ته د ایران د صادراتو اندازه ۲.۲ میلیونه ټنه وه، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغه راپور له مخې؛ په دغه موده کې د یوروشیا د اقتصادي اتحادیې پنځو غړیو هېوادونو ته د ایران د صادراتو ارزښت ۷۴۸ ملیون ډالره ؤ.
د ایران نانو تولیدات ۴۹ هېوادونو ته صادریږي
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د نانو ټیکنالوژۍ د ادارې سکرتر عماد احمدوند وویل: تیر کال (۱۴۰۲) د ایران د نانو محصولاتو له صادراتو څخه ۱۴۵ میلیون ډالره عاید ترلاسه شوي، چې د پنځو براعظمونو ۴۹ هېوادونو ته صادر شوي او د ۱۴۰۱ کال په پرتله په سلو کې سل سلنه زیات شوي دي.
هغه وویل: ملکي انجینرۍ او الکترونیکي محصولات د ایران د نانو په ډګر کې د صادراتي محصولاتو مخکښ ګڼل کیږي.
د ایران له میلک سرحدي ترمینل څخه په ټرانزیټ کې ۵۰ سلنه زیاتوالی
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سړکونو د ټرانسپورټ عمومي مشر ایوب کرد خبر ورکړ، چې سږ کال (۱۴۰۳) د دغه ولایت په شمال کې د میلک د سرحدي ترمینل له لارې څه باندې ۴۷۰ زره او ۵۲ ټنه مالونه انتقال شوي دي، چې د تیر کال د ورته مودې په کچه پنځوس سلنه زیاتوالی ښیي.
ایوب کرد وویل: دغه مالومنه د ۱۸ زره ۱۹۲ لاریو په واسطه لیږدول شوي چې له دې مقدار څخه ۱۲ زره ۶۷۵ ټنه مالونه د میلک د سرحدی ترمینل له لارې بهر ته د انتقال او ۴۵۷ زره ۳۷۷ ټنه مالونه د باروړونکو ټرانزیټ لپاره تخصیص شوي دي.
هغه اعلان وکړ چې په دې موده کې اصلي ټرانزیټي توکي د سولر تختې، پرزې او د انجن تیل دي او په دوام یې زیاته کړه: په اوسط ډول هره ورځ له 180 څخه زیاتې لارۍ د میلک له سرحدي ترمینل څخه تیریږي.
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د اورګاډي د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ایران وړاندیز
د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزیر او د ایران د ریل پټلۍ د ادارې مشر جبار علي ذکري د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د ریل پټلۍ د مشرانو په پنځمه غونډه کې د ریل، ټرانزیټ او لوژستیکي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د اسیا او اروپا د دوو براعظمونو د نښلولو په برخه کې د ایران ستراتیژیک دریځ روښانه او خپل وړاندیزونه یې شریک کړل.
په دغه غونډه کې چې د ماسکو په کوربه توب جوړه شوې وه، «ذکري» د ایران، روسیې او اذربایجان جمهوریت ترمېنځ د تعرفې د برابرولو او د بار وړونکو ټرانسپورټ د زیاتولو لپاره د درې اړخیزې غونډې د جوړولو وړاندیز وکړ.
هغه د شانګهای د ملګرتیاو په سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب ته په اشارې سره زیاته کړه: په دغه سازمان کې د ایران د اسلامي جمهوریت شاملیدو د ایران او د دغه سازمان د غړیو هېوادونو ترمینځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا ګړندۍ کړې ده.
ذکري په پای کې څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت ریل ګاډي د خپل ځانګړي موقعیت له امله چې د ختیځ او لویدیځ آسیا ترمینځ د نښلونکی پل او د تیریدو نقطه هم ګڼل کیږي، د همکارۍ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړې، ترڅو د اروپا او اسیا د دوو مهمو براعظمونو ترمنځ او د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د ترانزیت او لوژستیک په برخه کې همکاري وکړي.