ورځپاڼو ته کتنه ۲-۴-۹۵
د تهران اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د حضرت امام حسن مجتبی (ع) د میلاد په موقع د اسلامی انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای سره د ایران، پاکستان، افغانستان او هندوستان شاعرانو او د ادب او ثقافت د خاوندوانو په کتنه کښې د دوی وېناګانې راخېستې دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننی ګڼه کښې ولیکل، معظم رهبر په دغه غونډه کښې وفرمایل: شعر پکار دی د ورځنیو مسائلو په وړاندې مسئولیت ولری.
دوی په خپله وېنا کښې شاعران د یو هېواد ارزښتناکه سرمایه او ذخېرې وبللې او زیاته یې کړه،نن سبا جنګ یو ډول نرم او سیاسی او کلتوری مبارزه ای جنګ روان دے او د جنګ په دې مېدان کښې شاعر پکار دی له شعر څخه د یوې وسیلې او اوزار په توګه په استفادې سره په خپلې ذمه وارۍ موثره عمل وکړی.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن ورحانی په تهران کښې له سیاسی فعالانو سره د روژه ماتی په مراسمو کښې په خپله وېنا کښې وویل، په اسلامی ټولنه کښې د سیاسی اخلاقو خیال ساتل ډېر اهمیت لری. هغۀ زیاته کړه، د انتخاباتو د موسم په تېرېدو سره پکار دی د سیاسی سیالیو ځاے د هېواد د مشکلاتو د هواری لپاره ګډو سیالیو او هلو ځلو ته ورکړوو.
---------
اطلاعات ورځپاڼې د امریکائی فاینانشل ټائمز ورځپاڼې په نقل سره ولیکل ، ایران په مېنځنی ختیځ سیمه کښې د بهرنۍ پانګونې دریمه رتبه ترلاسه کړه.
----------
ورځپاڼې د ترکیې د رسنیو په حوالې سره ولیکل دغه هېواد له صهیونېسټ رژیم د خپلو تعلقات له عادی کولو سره موافقه وکړه.
---------
ورځپاڼې د بحرېن د رسنیو په نقل سره ولیکل، د دغه هېواد په زرګونو خلق چې ځینو پکې کفنونه اغوستی وو د ستر دینی عالم آیت ا...شېخ عیسی قاسم د تابعیت د سلبولو د خبر له اورېدو وروسته د دغه ستر دینی عالم د کور مخې ته غونډ شول او د هغۀ په ملاتړ کښې یې شعارونه ورکړل.
ورځپاڼې ولیکل، د لبنان حکومت له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره له روسیې څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
---------
د اطلاعات ورځپاڼې د خبر له مخې طالب ډلې د هرات قندهار په لویه لاره کښې اویشت مسافران وتښتول.
---------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د امریکې د دفاع وزیر شټون کارټر په حوالې سره ولیکل، له ایران سره مقابله په دوه زره شپاړسم کال کښې د امریکې یو مشکل ؤ.
-------
ورځپاڼې د عراق د قضائی قوې د ویاند په حوالې سره ولیکل، د دغه هېواد قضائی قوې لس زره درې سوه درې اویا قېدیان چې د تېرې مۍ تر میاشت پورې یې جرم ثابت نه شو له جېله ازاد کړل.
------
ابرار ورځپاڼې د پاکستانی رسنیو په نقل ولیکل، د دغه هېواد د طالب ډلې شپږ قوماندانان چې پکې د دغې ډلې د پخوانی مشر حکیم ا... محسود ترۀ او ورو هم شامل دی د دغه هېواد حکومت ته تسلیم شول.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف د اروپائی هېوادونو د سفر په لړ کښې پرون پېرس ته لاړ.
-------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونوعمومی درستیز جنرل سید حسن فېروزآبادی په حوالې سره ولیکل، آل سعود د برطانیې په مرستې سره آل خلیفه رژیم په بحرېن باندې مسلط کړے دے. هغۀ وویل، بې طرفه نړیوال مراجع دې په بحرېن کښې د آل خلیفه د تابعیت اسناد وڅېړی.
----------
ورځپاڼې المسله خبری سائیټ په نقل سره ولیکل، داعش ترهه ګرو په خپل یو وروستی وحشیانه اقدام کښې د سوریې په رقه ښار کښې د یوې څلورکلنې ماشومې جینې سر پرې کړ او د هغې په وینو یې د ماشومې د مورلاسونه ووینځل.
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپل خبری سائیټ کښې د دغه هېواد بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز په حوالې سره ولیکل، پاکستان نور د افغان مهاجرینو کورباتوب نه شی کولې.
---------
ورځپاڼې د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کښې د پاکستانی استازې مېرمن ملیحه لودهی په حوالې سره ولیکل، افغانستان ته پکار دی چې په خپلو کورنیو مسائلو کښې نورو ته د مداخلت اجازه ورنکړی.
------------------
ورځپاڼې ولیکل د امنیتی ځواکونو د کوششونو باوجود د دغه هېواد د سېند صوبې د سترې محکمې د مشر د زوے سید اوېس علی شاه چې دوه ورځې مخکې بې درکه شوے ؤ څه درک معلوم نه شو.
---------
جنګ ورځپاڼې د امریکې د خاص استازی رچرډ اولسن له قوله ولیکل، پاکستان د طالب ډلې په خلاف اقدامات نه کوی.
----------
ورځپاڼې ولیکل، اروپائی اتحادیې د روسیې په خلاف د بائیکاټونو د برقرار ساتلو فېصله وکړه.
-------
ورځپاڼې ولیکل، امریکه به له افغانستان سره په کال کښې درې اربه ډالره مرستې وکړی.
--------
جنګ ورځپاڼې په یو خبر کښې ولیکل، په لېبیا کښې د وسلې په ډېپو کښې د چاودنې له امله شل تنه ووژل شول.
-------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د پاکستان د فوځ د مشر جنرل راحیل شریف له قوله ولیکل، قبائیلی سیمې په کامله توګه له ترهه ګرو پاکې شوې او ضرب عضب عملیات تکمیلېدو ته نزدې دی.
-------------
ورځپاڼې ولیکل د پېښور په ریګی سیمه کښې د دریو ځان وژونکو ترهه ګرو له هلاکته وروسته د هغوی اته تنه مرسته کوونکی ونیوې شول چې د افغانانو په شمول فریدیان او مومند هم پکې شامل دی.
---------
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان پاکستان د ورستیو ترینګلو اړیکو او مناسباتو او په دې تړاو د یو شمېر نویو مسایلو په اړه مطالب خپاره کړی دی.
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلی چې، د افغانستان امنیت شورا په خپله ناسته کې ټینګار کړی چې له پاکستان سره دې د اندېښنو وړ مسایلو په اړه یو میکانیزم جوړ شی.
سرخط په خپل دغه مطلب کې د اراګ په حواله لیکلی ملی امنیت شورا په تورخم کې د ورستۍ ستونزې په اړه د دواړو لوریو د اندېښنو لرې کولو لپاره د هغه هېواد له چارواکو سره د مذاکرې په هدف پاکستان ته د افغان دولت د بین الوزارتی پلاوی سفر وارزاوه.
----------
اصلاح دولتی ورځپاڼې بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.په مطلب کې راغلی چې په کوټه کې د یو ان اچ سی ار مشر ویلی افغان کډوال څوک په زور خپل هېواد ته نشی شړلی.
په مطلب کې دغه شان راغلی په کوټه افغان جنرال کونسل ویلی چې د افغان کډوالو ستونزه یوه بشری ستونزه ده او باید سیاسی چلند ورسره ونشی.
-------
خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلی چې پاکستانی چارواکو ویلی له خیبر پښتونخوا څخه یې ۲۵۴ افغان کډوال د تورخم له پولې اړولی دی. د سرچینې له قوله لیکل شوی چې رایستل شوی افغانان د دوشنبې په ورځ په تورخم کې افغان سرحدی چارواکو ته سپارل شوی دی.
په مطلب کې دغه شان راغلی چې په ورته وخت کې د پېښور یو شمېر اوسیدونکو هم مظاهره کړې او له خیبر پښتونخوا څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې ده.
------
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکی چې د امریکایی ځواکونو او جنګی الوتکو لپاره کوم ممانعت نه شته چې هغه ډلې په افغانستان کې په نښه کړی چې امریکا ته تهدید وی.
---------
امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا په کابل کې د دوشنبې په ورځ دوو غبرګو چاودنو ته اشاره کړې ده چې طالبانو یې مسؤلیت منلی دی.
دا ورځپاڼه لیکی چې له دې بریدونو سره د روژې په سپیڅلې میاشت کې د کابل ارامه فضا ګډوډه شوه او د ملګرو ملتو غوښتنه تر سوال لاندې راغله.