د بیت لحم ځلانده ستوری
(last modified Thu, 26 Dec 2024 00:24:18 GMT )
Dec 26, 2024 04:54 Asia/Kabul
  • د بیت لحم ځلانده ستوری

(د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د ولادت ځانګړی پروګرام)

د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې په دې کلیزې کښې ستاسو په خدمت کښې یو او غواړو چې د دغه ستر الهي پيغمبر ژوند او کراماتو ته په یوې تازه کتنې سره، د دینونو د تاریخ یو ډیر ښایسته څپرکی بیان کړو. په دې معنوي سفر کښې له بیت لحم څخه تر هغې زانګو چې د مینې خبرې ورڅخه پيل شوې، د حضرت عیسی علیه السلام د اسماني ولادت او رسالت له ستروالي او پرتم سره لاډیر اشنا کیږو. 

*/*/*/*

د حضرت عیسی مسیح علیه السلام ولادت نه یوازې د عیسائیت په تاریخ کښې بلکې په ټولو الهي دینونو کښې یو ځانګړی مقام لري. حضرت عیسی علیه السلام د خدای تعالی د یو ستر پیغمبر په توګه د مینې، عشق او رحمت مثال دی. د دوي ولادت، د فلسطین ټاټوبي په بیت لحم سیمه کښې په یوې سړې او له ستورو په ډکې شپې، د هغې زمانې په جاهلو خلکو باندې د رحمت د باران په شان نازل شو او د داسې معجزو پيل وګرځید چې د خدای تعالی په لور د انسان د هدایت لاره یې هواره کړه. قرآن کریم په ګڼو آیتونو کښې په تفصیل سره او به ښکلي بیان، د حضرت عیسی علیه السلام زوکړه توصیف کړې ده.

د حضرت عیسی علیه السلام مور بي بي مریم سلام ا... علیها د دینونو په تاریخ کښې د یو لوړ مقامه شخصیت او د پاکۍ او ایمان د نمونې په توګه پيژندل کیږي. خدای پاک اراده وکړه چې حضرت مریم امیندواره شياو په هم دې بنیاد ورته الله تعالی د عیسی د ولادت زیری ورکړ. ویلې شو چې اولنۍ معجزه چې خدای د حضرت عیسی علیه السلام د نبوت د ثابتولو لپاره هغه ته ورکړه، د دوي د غیرمعمولي زوکړې طریقه ده. لکه څنګه چې متعال خدای د آل عمران د مبارکې سورې په ۴۵ آیت کښې فرمايي: «یاد کړئ هغه وخت کله چې فرښتو(د خدای له اړخه) مریم ته وویل، خدای تا ته له خپل لوري د یوې کلمې (باعظمته وجود) سره زیری درکوي چې نوم یې مسیح، عیسی بن مریم دی، او هغه به په دواړو جهانو کښې یو لوې انسان او د خدای د درګاه له مقربینو وي».

*/*/*/*

خدای پاک د خپلو پیغمبرانو د پيغبرۍ د ثابتولو لپاره هغوي ته یوشمیر معجزې ورکړې دي. د زوکړې په وخت د حضرت عیسی علیه السلام خبرې کول یوه داسې بې مثاله معجزه ده چې د پيغمبرانو په تاریخ کښې یو ځانګړی مقام لري. د دغې معجزې اصلي وجه نه یوازې د حضرت عیسی علیه السلام د نبوت ثابتول او د هغه په نبوت باندې د خلکو ایمان راوړل وو بلکې د دوي د قدرمنې مور حضرت مریم(س) د سپيڅلتیا او پاکلمنۍ د ثابتولو او د هغې له پاک شخصیته د تهمت لرې کول وو ځکه چې کومو خلکو ته چې پته وه چې مریم واده شوې نه ده، د هغې په غیږ کښې د عیسی په لیدو حیران شوي وو او په بي بي مریم یې ناروا تور پورې کوه.

د سوره مریم له ۳۰ نه تر ۳۳ پورې آیتونو کښې راغلي دي چې عیسی مسیح په ګهواره کښې له هغو خلکو سره چې د ده او د دوه د مور چاپيره راغونډ شوي وو او د دغه ماشوم د راوړلو په وجه یې حضرت مریم ملامتوله، د خدای په حکم خبرې کوي او وايي: «ویې ویل، زه د خدای بنده یم، هغه ماته (اسماني) کتاب راکړی دی او زه یې پیغمبر ټاکلی یم، زه یې (چې هر چرته ووسم) یو برکتناک وجود ګرځولی یم او تر څو چې ژوندی یم، د لمونځ او زکات سپارښتنه یې راته کړې ده، او زه یې د خپلې مور په نسبت نیکوکاره کړی یم او جبُار او سخت یې نه یم ګرځولی، او (د خدای) سلام دې وي پر ما، په هغه ورځ چې وزیږیدم او په هغه ورځ چې مرم او په هغه ورځ چې بیا به ژوندی راپاسول شم».

داشان، مریم الهی تقوا خپلوي او د خدای تعالی په حکم د خپل قام د ملامتونو او تهمتونو په وړاندې چپتیا غوره کوي، خدای پاک د هغې زوي مسیح ته دا قدرت ورکوي چې په زانګو کښې خبرې وکړي او په دې معجزې سره د خپلې مور دفاع وکړي. خدای تعالی دا ښودل غواړي چې کوم خدای چې یو نوزیږي ماشوم ته په ګهواره کښې د خبرو کولو قدرت ورکوي، کوې شي چې یو ماشوم بې له پلاره هم پيدا کړي.

*/*/*/*/

د حضرت عیسی علیه السلام په نورو ځانګړنو کښې هغه معجزې شاملې دي چې دوي د خپل ژوند په دوران کښې ترسره کړې دي. قرآن کریم د دوي له خوا د ناروغانو د ښه کولو او د مړو د ژوندي کولو په شان معجزو ته اشاره کوي او د آلِ عمران سورې په ۴۹ آیتِ شریف کښې فرمايي: «یو استازی د بني اسرائیلو په لور (لیږي او هغوي ته وايي) چې ما ستاسو د پروردګار له لورې تاسو ته یوه نښه راوړې ده، زه له خټې نه ستاسو لپاره د مارغه په شکل یو څیز جوړوم، بیا په کښې پوکم چې د خدای په اراده په (ژوندي) مارغه بدلیږي، او پیدایشي ړانده او د برص یا برَګي ناروغان ښه کوم او مړي د خدای په حکم او ارادې ژوندي کوم او څه چې خورئ او څه چې په خپلو کورونو کښې زیرمه کوئ د هغو خبر درکوم. په حقیقت سره په دې کښې ستاسو لپاره (د خدای د توحید او علم او قدرت او زما د نبوت) نښې دي که د ایمان خاوندان یئ».

*/*/*

د حضرت عیسی علیه السلام بله معجزه د اسماني طعام نازلیدل وو چې د حواریونو په غوښتنه او د حضرت عیسی علیه السلام د دعا په برکت نازل شول. خدای تعالی د سوره مائده په ۱۱۴ او ۱۱۵ مبارکو آیتونو کښې په دې هکله فرمايي: «یعنې د مریم زوي عیسی دعا وکړه، خدایه! پروردګاره! له اسمانه مونږ ته خواړه راولیږې! ترڅو زمونږ د اول او آخر لپاره عیدي شي او ستا له خو مونږ ته یوه نښه، او مونږ ته روزي راکړې! تر ترټولو ښه رزق ورکونکې یئ! خدای یې په ځواب کښې وفرمایل، دا کار به ستاسو لپاره وکړم».

یو ټکی چې ستاسو مینه والو پام ورته راړول غواړو، دا دی چې حضرت عیسی علیه السلام خپلې معجزې «د خدای تعالی په اذن او ارادې» ترسره کولې. په دې وجه په یاد آیتِ شریف کښې د «بِإِذْنِ الله» عبارت راغلی دی. دا ډول، د حضرت عیسی علیه السلام معجزې چې خدای تعالی دوي ته ورکړې وې، د خدای تعالی د قدرت او ارادې نښې دي او سربیره پر دې چې د حضرت عیسی علیه السلام په سترتوب ټینګار لري، د حقیقت په لور د انسانانو د لارښوونې په لاره کښې د دوي د ستر رسالت بیانونکې هم دي.

*/*/*

د حضرت عیسی مسیح علیه السلام ولادت د ادیانو په تاریخ کښې یوه ډیره مهه او مقدسه پيښه ده چې د الهي رحمت د یوې نښې په توګه پیژندل کیږي او په قرآن کښې دغې موضوع ته په اشارې سره، د خدای پاک د لامحدود قدرت د څرګندولو لپاره ده چې په طبیعت کښې په بنیادي بدلونونو قادر دی.

له دې نه علاوه، حضرت بي بي مریم(س) د خدای تعالی د دغه امر په منلو سره، د خدای د ارادې په وړاندې د تسلیم او رضا یوه بیلګه ده ځکه چې د ملامتونکو له بدو ردو سره به مخامخ شي او خلک به پرې تهمت ولګوي خو د متعال خدای امر یې په دې هر څه مقدم او مخکښې وباله او د خدای د حکم په وړاندې یې د تسلیم سر ټیټ کړ.

خدای تعالی هم د هغې مقام او منزلت لوړ کړ، هغه یې خپل نه ختمیدونکي رحمت ته ننباسله او داسې زوی یې ورکړ چې د خلکو هدایت او لارښوونه یې کوله.

دغه هدایت د حضرت آدم علیه السلام له زمانې راهیسې چې د ټولو انسانانو پلار دی، د دنیا د ټولو خلکو لپاره، تر ننه دوام لري. له دغه هدایته یوازې هغه کسان ګټه پورته کوي چې د حق او حقیقت په لټه کښې وي او خدای تعالی یې په دې لاره کښې کامیابوي.

*/*/*/

د تهران راډیو د ویب سایټ ګرانو لوستونکو هیله ده چې دا پروګرام مو د خوښې وړ ګرځیدلی وي. یوځل بیا درته د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د نیکمرغه زوکړې او ولادت مبارکي وایو او له متعال خدای غواړو چې د حضرت امام مهدي علیه السلام ظهور رانزدې کړي. شک نشته چې د خدای تعالی د دغو دوو ځلانده ستورو د شتون په رڼا کښې د الهي هدایت رڼا د ټولو انسانانو په زړونو، که هغه د هر دین او آئین منونکی وي، لګي.

*/*/*/

ژباړه:عبدالماجد درانی