برېکس د نړیوالې ملګرتیا په مرکز بدلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i155598-برېکس_د_نړیوالې_ملګرتیا_په_مرکز_بدلیږي
پارس ټوډی ـ د ۹ نویو هېوادونو په ګډون برېکس د نړیوالې ملګرتیا په مرکز بدلیږي.
(last modified 2024-12-26T11:42:27+00:00 )
Dec 26, 2024 16:11 Asia/Kabul
  • برېکس د نړیوالې ملګرتیا په مرکز بدلیږي

پارس ټوډی ـ د ۹ نویو هېوادونو په ګډون برېکس د نړیوالې ملګرتیا په مرکز بدلیږي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ د بريکس په ډله کې د ٩ نورو هېوادونو د مشارکت او همکارۍ د فعالولو په اړه د روسيې د ولسمشر د لوړپوړي مرستيال يوري اوشاکوف وروستۍ څرګندونې تائید کړي.

هغه زیاته کړې، د نړۍ د جنوبي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او یووالي د پیاوړتیا لپاره د یو پلیټ فارم په توګه د بریکس اهمیت په ډراماتیک ډول زیات شوی.

د پارس ټودی د راپور له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: د بريکس استازيتوب پراخول او د خپل نفوذ زياتوالي دا د نړيوالو همکاريو په يوه ستر پلاتفورم په توګه بدله کړې ده.

د 2025 کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه، بیلاروس، بولیویا، اندونیزیا، قزاقستان، کیوبا، مالیزیا، تایلینډ، یوګانډا او ازبکستان به د BRICS د شریک هېوادونو په توګه وپیژندل شي.

پارس ټوډی د برېکس نړیوالې تلویزیوني شبکې له قوله لیکلي: د روسیې د ولسمشر مرستیال«یوری اوشاکوف»، دغه خبر په یوه خبری غونډه کې وویل یادو ۹ هېوادونو یو ځل بیا د برېکس په اړه تازه دریځ غوره کړی او همدا راز مسکو د څلورو نورو هېوادونو ځوابونو ته هم انتظار باسي.

هغه زیاته کړې، دغه هېوادونه کولی شي خپل وړاندیزونه شریک کړي، مګر د اسنادو د تصویب او رایې ورکولو په پروسه کې به برخه وانخلي.

د "کازان اعلاميه" کې چې د بريکس په شپاړسمه غونډه کې وړاندې شوه، د بريکس غړو هېوادونو د دغې ډلې د ميتودونو ملاتړ وکړ او په دې ډله کې د شاملېدو لپاره د نورو هېوادونو د لېوالتيا هرکلی يې وکړ.

 په دې غونډه کې د هغو هېوادونو نوملړ تصویب شو چې د ملګرو په توګه بلل شوي وو.