له افغانستانه له وتلو څخه مو ډير مهم درسونه زده کړل
د امریکاخارجه وزیر له افغانستانه ددغه هیواد سپَک وتل چیلنج رامینځةکونکي په بللو سره ووئيل؛ له دغې وتنې مو ډيرمهم درسونه زده کړي دي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی دی، د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې له افغانستانه ددغه هیواد د وتلو د فیصلې دفاع وکړه او دا ئې دامریکا دتر ټولو اوږد جنګ وباله.
بلینکن ټینګار وکړ، دافغانستان جنګ ختمول ، له ډيرو چیلنجونو او نیوکو سره سره ، یوه تاریخي بریا حسابیږي.
هغه زیاته کړې ده،د امریکا ولسمشر جوبایډن په دغې فیصلې سره په جنګ کې له امریکایانو څخه د لازیاتو نسلونو د وژل کیدا مخنیوی کړی دی او امریکا ته ئې دا فرصت ورکړی دی چې خپل تمرکز او سرچینې د نړۍ نورو ګواښونو او فرصتونو ته ورواړوي.
د امریکا خارجه وزیر د افغانستان د اوسني وضعیّت په باب د نیوکو په ځواب کې ووئيل، طالبانو پر میرمنو ډير زیات محدودیّتونه اعمال کړي دي، خو امریکا ژمنه وه چې خپل ترټولو اوږد جنګ پاي ته ورسوي، دمونږ هدف له قربانیانو څخه د بل نسل مخنیوی کول وو. آنتونیو بلینکن همداراز ومنله چې له افغانستانه په وتل په هر ډول شرائطو کې ګرانه وه خو وې وئيل، البته د امریکا خارجه وزارت له دغه بحرانه ډير مهم درسونه زده کړي دي.
د امریکا خارجه وزیر روښانه کړې ده ، د شل کلن جنګ دختمولو لپاره هیڅ آ سانه لاره نه وه، مونږ باید د افغانستان له تجروبې درس واخلو . په خارجه وزارت کې دقیقه بیا کتنه کوو څو وپوهیږو کوم سم کارونه مو کړي او په کوم ځاي کې مو تیروتنه کړې ده. ددغه راپور سپارښتنې د سوډان،اسرائيلو او لبنان په څير په ورپسې بحرانونو کې کارول شوي دي.