د امریکا ولسمشر ټرامپ د غزې تړانګې د نیولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i157036-د_امریکا_ولسمشر_ټرامپ_د_غزې_تړانګې_د_نیولو_هڅه_کوي
پارس ټوډی -راپورونه د غزې تړانګې د نیولو او دغه راز د اردن سیند په لویدیځه غاړه باندې د صهیونیسټ رژيم د واکمنۍ په رسمیت د پیژندلو د احتمال په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د هڅې ښودنه کوي.
(last modified 2025-02-05T05:49:47+00:00 )
Feb 05, 2025 10:10 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرامپ د غزې تړانګې د نیولو هڅه کوي

پارس ټوډی -راپورونه د غزې تړانګې د نیولو او دغه راز د اردن سیند په لویدیځه غاړه باندې د صهیونیسټ رژيم د واکمنۍ په رسمیت د پیژندلو د احتمال په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د هڅې ښودنه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په سپینې ماڼۍ کښې د اسرائیلو رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په شتون سره  د خپل نوي پلان د توجیه لپاره د غزې تړانګې بوږنونکو او لړزدونکو ورانیو ته چې د اسرائیلو لخوا په پینځلس ورځني جنګ کښې رامینځته شوي دي اشاره وکړه او ویې ویل غزې تړانګه د فلسطینیانو لپاره مناسب ځای نه دی او باید د هغوې لپاره د ځمکې یوه نوي او ښه  ټوټه برابره شي.

پارس ټوډی سایټ راپور ورکړ د امریکا د حکومت دغه نوی دریځ د دې ښودنه کوي چې ټرامپ غواړي له بنیامین سره په ملګرتیا کولو سره د فلسطین پاتې ځمکه په خپلو کښې سره وویشي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ له دې مخکې هم  ویلي وو د غزې تړانګې هستوګن فلسطینیان باید مصر او اردن ته وکوچول شي چې د غزې د ورانیو د ابادولو امکان برابر شي.

له دې مخکې هم ډونالډ ټرامپ ویلي وو چې د فلسطین د غزې تړانګې وسیدونکي فلسطینیان باید مصر او اردن ته وکوچول شي چې د غزې تړانګې د ورانیو د ابادولو امکان برابر شي.

خو اوس د امریکا ولسمشر ټرامپ یو قدم مخکی شوی او په غزې تړانګې د واکمنۍ کولو او د مدیترانې سمندر په ختیځې غاړې کښې په دغه ګڼ نفوسه او کوچنۍ سیمې د مالکیت خبره کوي.

داسی سړی چې په ځوانۍ کښې د ودانیو په صنعت کښې یې فعالیت کاوه او اوس د امریکا ولسمشر دی هڅه کوي د بشر دوستانه مرستو په پلمو سره د غزې جنګ ځپلي سیمه له خلکو خالي کړي او هلته ورانې شوي ودانۍ بیرته جوړې کړي. هغه هم په داسې حال کښې چې اصولا داسې هیڅکله فیصله یې نه ده کړي چې د همدغه جنګ ځپلیو سیمو د خلکو نظر وپوښتي.

په همدې دلیل په غزې کښې د دوه نیم میلیونه کسانو د کډوالولو د ضرورت خبره کوي.

د اردن سیند د لویدیځې غاړې د څه د پاسه دیرش لکه اوسیدونکو لپاره یې هم د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د فلسطیني سیمو یعني د اسرائیلو تر کنټرول لاندې سیمو سره د غزې تړانګې د یوځاې کولو احتمال ورکړی دی.

په دې ډول به عملا د امریکا د اوسني حکومت لخوا د فلسطینیانو او د اسرائیلیانو ترمینځ د دوو حکومتونو د حل لارې ایډیا څنګ ته کړې شي او امریکا به د اسرائیلو په څنګ کښې د فلسطین پاتې سیمې ونیسي.

البته تراوسه ټولو عربو هیوادونو په یوه خوله مصر او اردن ته د غزې د فلسطینیانو د کوچولو لپاره د ټرامپ له ایډیا سره مخالفت کړی دی.

سره له دې تصور کیږي چې ډونالډ ټرامپ د عربو هیوادونو په تیره بیا د مصر او د اردن په وړاندې د امریکا په سیاسي ، اقتصادي او دغه راز د امریکا د پوځ د رعب رامینځته کونکي نفوذ باندې حساب خلاص کړی دی.

په بل عبارت که چیرې د امریکا پوځ په غزې باندې د واکمنۍ لپاره دغه سیمې ته واستول شي او د مصر سرحدونه په زور سره خلاص کړي چې له دې لارې سلګونو زره فلسطینیان د مصر داخل ته وکوچوي قاهره به د مقاومت کولو جرات ونلري.

سره له دې لیرې ښکاري فلسطینیان داسې ملت چې د اتیا کاله د نیواکګرۍ ، جنګ او  د وژلو په مقابل کښې یې د خپل ټاټوبي د ازادولو ایډیل څنګ ته نه کړ د امریکا د نیواکګرۍ په مقابل کښې چوپتیا غوره کړي او تسلیم شي.

له دې کبله په لویدیځه اسیا سیمه کښې د سولې د ټینګولو او د میلیونو فلسطینیانو لپاره د ارامه ژوند د برابرولو لپاره د ټرامپ د ادعا په اپوټه د امریکا نوی ولسمشر ټرامپ عملا په لویدیځه اسیا سیمه کښې د نویو جنګونو د اور د بلولو په حال کښې دی چې لمبې به یې نه یوازې د سیمې هیوادونه وسوځوي بلکې دغه اور به د فلسطین د ټاټوبي د نیواکګرو ځواکونو  د یوې برخې په توګه د امریکا لمن ته هم وغځیږي.

د فلسطین په ټاټوبي کښې به صلح او ارامښت هغه وخت ټینګ شي چې د فلسطین د څو میلیونه انسانو پرضد بې عدالتۍ ختمه شي او هغوې د خپل د نظر وړ هیواد جوړولو ته ورسیږي.

په بله بڼه د امریکا لخوا د فلسطین د غزې تړانګې نیواک او یا په لویدیځې غاړې باندې د اسرائیلو د واکمنۍ په رسمیت پیژندل به یوازې د مسلې د ختمولو لپاره هڅه وي پرته له دې چې د یوه دومداره مشکل د ختمولو لپاره نهايي حل لاره وړاندې شي.