روسیې او اوکراین یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله وکړه
Feb 07, 2025 01:50 Asia/Kabul
پارس ټوډی ـ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، له روسیې سره یې یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله ترسره کړې.
هغه زیاته کړه، د دغه تبادلې په ترڅ کې ۱۵۰ روسیي او په همدغه شمېر کې اوکرایني بندیان له دواړو لورو ازاد او خپلو هېوادونو ته ستانه شول.
د نوموړي په وینا په اوکرایني بندیانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له تېرو دوو کالونو راهیسې له روسیې سره بندیان وو.
د یادونې وړده، چې د بندیانو دغه تبادله د متحده عربي اماراتو په منځکړیتوب شوې، چې روسیې بندیان دا مهال په بېلا روس کې تر درملنې لاندې دي.
ټیګونه