روسیې او اوکراین یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i157076-روسیې_او_اوکراین_یو_ځل_بیا_د_جنګي_بندیانو_تبادله_وکړه
پارس ټوډی  ـ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، له روسیې سره یې یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله ترسره کړې.
(last modified 2025-02-06T21:22:14+00:00 )
Feb 07, 2025 01:50 Asia/Kabul
  • روسیې او اوکراین یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله وکړه

پارس ټوډی  ـ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، له روسیې سره یې یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله ترسره کړې.

هغه زیاته کړه، د دغه تبادلې په ترڅ کې ۱۵۰ روسیي او په همدغه شمېر کې اوکرایني بندیان له دواړو لورو ازاد او خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د نوموړي په وینا په اوکرایني بندیانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له تېرو دوو کالونو راهیسې له روسیې سره بندیان وو.

د یادونې وړده، چې د بندیانو دغه تبادله د متحده عربي اماراتو په منځکړیتوب شوې، چې روسیې بندیان دا مهال په بېلا روس کې تر درملنې لاندې دي.