برتانیې له دغه هېواده یو روسي ډیپلومات شړلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i157084
برتانیې د ډیپلوماټیکو اړیکو له ترینګلتیا وروسته یو روسي دیپلومات له خپل هېواده شړلی دی.
(last modified 2025-02-07T01:24:44+00:00 )
Feb 07, 2025 05:53 Asia/Kabul
  • برتانیې له دغه هېواده یو روسي ډیپلومات شړلی

برتانیې د ډیپلوماټیکو اړیکو له ترینګلتیا وروسته یو روسي دیپلومات له خپل هېواده شړلی دی.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا اقدام یې د روسیې له خوا د برتانوي ډیپلوماټ د شړلو په غبرګون کې کړی دی.

برتانوي رسنۍ وايي، روسیې د جاسوسۍ په تور برتانوي ډیپلوماټ ته له هېواده د وتلو امر کړی وو.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، د ملي امنيت د خونديتوب په برخه کې به هيڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

هغه زیاته کړه، که روسیه زموږ پر ضد اقدام وکړي، موږ به یې هم ځواب ووایو.

د يادونې وړ ده، چې روسيې د تېر کال په نومبر مياشت کې د جاسوسۍ په تور د برتانوي ډيپلوماټ حيثيت ختم کړ.