ایران د امریکا له پوهنتونونو څخه ایستل شوي محصیلین قبلوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i158546-ایران_د_امریکا_له_پوهنتونونو_څخه_ایستل_شوي_محصیلین_قبلوي
پارس ټوډی -د ایران د کلتوري انقلاب د لوړې شورا مشر «حجت الاسلام عبدالحسین خسرو پناه» د امریکا له پوهنتونونو څخه په صهیونیسټ رژیم باندې د اعتراض کونکو محصیلینو ایستلو ته په اشارې سره وویل د ایران په پوهنتونونو کښې د دغو محصیلینو د منلو ملاتړ کیږي.
(last modified 2025-03-30T02:06:57+00:00 )
Mar 30, 2025 06:32 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا له پوهنتونونو څخه ایستل شوي محصیلین قبلوي

پارس ټوډی -د ایران د کلتوري انقلاب د لوړې شورا مشر «حجت الاسلام عبدالحسین خسرو پناه» د امریکا له پوهنتونونو څخه په صهیونیسټ رژیم باندې د اعتراض کونکو محصیلینو ایستلو ته په اشارې سره وویل د ایران په پوهنتونونو کښې د دغو محصیلینو د منلو ملاتړ کیږي.

د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم حملو او د فلسطینیانو نسل کشۍ او د غزې د جنګ په وخت د اسرائیلو رژيم د بې مخینې جنایتونو دوام په امریکا کښې په دوه زره شلم میلادي کال کښې د توکمپالنې پرضد د اعتراضونو له وخت راهسې د محصیلینو د اعتراضونو تر ټولو ستره څپه رامینځته کړي ده.

پارس ټوډی سایټ راپور راکړی د اسرائیلو په جنایتونو باندې اعتراض کښې دغه مظاهرې او  پرلتې وهنې د امریکا د حکومت له منفي غبرګون او په دغو اعتراضونو کښې د ګډون کونکو محصیلینو له سزا کولو  سره مخامخ شوي دي او امریکا د بیان د ازادۍ د حق په شمول د انساني ازادیو او د بشري حقوقو د یوې اصلي ادعا کونکي په توګه په ځلونو د امریکا په داخل کښې د اسرائیلو پرضد د اعتراضونو او د مظاهرو د ترسره کیدا او د عقایدو د بیانولو خنډ شوي ده.

د امریکا د حکومت له دغو دباونو او محدودیتونو سره سره د فلسطینیانو  د ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم د سترو جنایتونو د غندلو لپاره د محصیلینو غورځنګ اوس هم دوام لري او د دغو اعتراضونو دوام سبب شوی چې د پوهنتونونو  ډیرې محصیلین او استادان په تور فهرست کښې شامل کړې شوي  او هغوې له پوهنتونونو څخه ایستل شوي هم دي.

په همدې لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د مظلومو او د قدرتمنو خلکو په ملاتړ کښې د خپلو اعلان شویو او د اعمالي سیاستونو په لړ کښې دا ځل د فلسطین د ملاتړو محصیلینو حمایت کړی دی.

په دې لړ کښې د ایران د کلتوري انقلاب د لوړې شورا مشر «حجت الاسلام عبدالحسین خسرو پناه» په تیرې شنبې ورځ په خپلې په « ویراسټي» ټولنیز سایټ کښې په خپلې شخصي پاڼې کښې ولیکل:د ازادي غواړو په ځپلو کښې د استکبار کړچار او د فلسطین په مظلومو خلکو باندې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو باندې د اعتراض کولو په خاطر د امریکا له پوهنتونونو څخه د محصیلینو او د استادانو ایستلو د بشري حقوقو د مدعیان او ادعا کونکو  حقیقي څیره خلکو ته ښکاره کړه.

هغه زیاته کړه: ایران د عدالت او د حقیقت غوښتني کور دی او د ایران د کلتوري انقلاب لوړره شورا د ایران د طبي علومو او د علومو د اکیډمیو په ملګرتیا سره د ایران په پوهنتونونو کښې د امریکا له پوهنتونونو څخه د ایستل شویو محصیلینو د قبلولو ملاتړ کوي.