امریکايي قاضي د فلسطیني فعال زدهکوونکي د ایستلو حکم وکړ
Apr 12, 2025 15:54 Asia/Kabul
پارس ټودي - یوه امریکايي قاضي حکم وکړ چې د فلسطیني فعال زدهکوونکي «محمود خلیل» د ایستلو امکان شته.
«محمود خلیل»، د کلمبیا پوهنتون فارغالتحصیل او فلسطیني تنظیموونکی، د یوه کډوالۍ قاضي د حکم له مخې د لویزیانا په مرکز کې په یوه لرې پرته محکمه کې د یوې تاو تریخوالي ډکې غونډې په ترڅ کې د امریکا له خاورې د ایستلو وړ وپېژندل شو.
د قاضي د پرېکړې له مخې، د خلیل وکیلان د اپریل تر ۲۳ پورې وخت لري چې د ایستلو د مخنیوي لپاره غوښتنې ثبت کړي.
ټیګونه