آیا ځایناستی پآپ به له افریقا یا اسیا څخه وي؟
-
ښي اړخ: له ګانا څخه پیټر ترکسون، مینځ کې له کانګو څخه فریدولین امبونګو، کیڼ اړخ کې، له فلپین څخه لوئیس تاګله
پارستودی- د پاپ فرانسیس مړینه، واټیکان د هغه د ځایناستی د ټاکلو لپاره یوه تاریخي مراسمو په لورې بیولی دی، آیا ځایناستی پآپ به له افریقا یا اسیا څخه وي؟
د پاپ فرانسیس د ۸۸ کلونو په عمر کې مړینه، د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر د جانشین په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. د پارستودی راپور له مخې، واتیکان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې فرانسیس، چې اصلي نوم یې خورخه ماریو برګولیو دی، د تنفسي عفونت له امله مړ شوی دی. هغه د اتمې پیړۍ وروسته د لومړي غیر اروپایي پاپ په توګه له ۲۰۱۳ کال راهیسې خدمت کاوه.
د هغه د ځای ناستې ټاکل د کاردینالانو د کالج له خوا ترسره کیږي، چې له ۱۳۸ کاردینالانو څخه جوړ شوی دی، چې د ۸۰ کلونو لاندې دي (۱۱۰ نفر یې د فرانسیس لخوا ټاکل شوي دي)، او دا پروسه د پاپي کنکلاو د مراسمو په ترڅ کې ترسره کیږي. دا پروسه چې د پاپ د مړینې څخه دوه تر درې اونۍ وروسته پیل کیږي، د ټاکلو په پروسه کې په سیستین کلیسا کې پټې رایې شامل دي. کاندید باید د کاتولیک مذهب تعمید شوی سړی وي او عموماً له کاردینالانو څخه ټاکل کیږي.
د فرانسیس لخوا ټاکل شویو کاردینالانو ډول ډول والې، د افریقا یا آسیا نه د پاپ د ټاکلو احتمال زیات کړی دی. له افریقا څخه، پیتر ترکسون له ګانا هیواد څخه چې په پاپي شورا کې د عدالت او سولې لپاره کار کوي یو احتمالی کاندید کېدایشي او له کانګو څخه فریدولین آمبونګو هم چي د سوله ایزو چارو فعاله دی بل احتمالي کاندید بلل کیږي. دواړه محافظهکاران دي او په خپلو هېوادونو کې زیات نفوذ لري.
په اسیایي یانو کې، لوئیس تاګله له فیلیپین څخه، په ټولنیز عدالت باندې په ټینګار سره، د عقایدو له نظره د پاپ فرانسیس سره ورته والی لري چي په دې خاطر یې د ټاکل کېدوچانس زیات دی، او ممکن لومړی آسیایي پاپ شي. په اروپا کې، پیتر اردو له مجارستان څخه، چې د کلیساوو د وحدت لپاره کار کوي، او پیترو پارولین، د واتیکان مشهور ډیپلمات هم له نورو کلیدي کاندیدانو څخه دي. پارولین د یوه معتدل انتخاب په توګه، ممکن د درې غیر ایتالیایي پاپونو وروسته یو ایتالیایي پاپ وي. ماتئو زوپی له ایتالیا څخه او ماریو ګرچ له مالت څخه هم د فرانسیس سره د نژدېوالي له امله د مطرح شویو انتخابونو په توګه یاد شوي دي.
فرانسیس د سادهزیستۍ، د بې وزلو ملاتړ او د اخلاقي رسوایانو سره د مبارزې لپاره شهرت درلود او د هغه کاردینالانو ډول ډول والې د کلیسا نړیوالولو لپاره د هغه د هڅو ښکارندویي کوي. د راتلونکي پاپ ټاکل، د دې مقام معنوي او سیاسي اغیزو په پام کې نیولو سره، نه یوازې د کاتولیکانو لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم مهم دی. واتیکان به ژر د جنازې او کنکلاو مراسمو تفصیلات اعلان کړي.