ورځپاڼو ته کتنه ۶-۴-۹۵
د تهران اکثروورځپاڼو په خپلونننیوګڼو کښې د چنګاښ د میاشتې اومې نېټې د شهیدانو د یاد د نمانځنې په مراسموکښې د معظم رهبر وېناوې راخېستی دی.
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې په دې اړه ولیکل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای پرون د چنګاښ د میاشتې د اومې د شهیدانو په شمول د شهیدانو د کورنیو په یوه غونډه کښې د داعش په شان تکفیری ترهه ګرو ډلو پلانول له اسلامی نظام سره د مقابلې لپاره یوه بدرنګه او ځیږه طریقه وبلله او وې ویل په عراق اوسوریې کښې د تکفیری ترهه ګرو ډلو دجوړولواو د هغو د اقداماتو یو اصلی هدف په ایران باندې حمله وه خو د اسلامی جمهوری نظام قدرت د دې سبب شو چې په هم هغه عراق او سوریه کښې ماتې وخوری.
معظم رهبر په دې باندې په تاکید سره چې تکفیری ترهه ګرې ډلې د سنی او شعه مسلمانانو ترمېنځ د څه فرق قائلې نه دی او هر هغه مسلمان کس چې له اسلامی انقلاب سره مل او د امریکې دښمن وی هدف ګرځوی،د بحرېن واقعاتو ته اشاره وکړه او وې فرمایل، په بحرېن کښې هم موضوع د شیعه او سنی نه ده بلکه اصل ماجرا په یو پراخه اکثریت باندې د یو مستکبر او ځان خوښوونکی جائرانه حاکمیت دے.
-----
ورخپانې ولیکل، د امیرالمومنین حضرت علی (ع) د ګوزار خوړلودکلیزې په موقع د هغه حضرت د ویر او ماتم مراسم د مختلفو طبقو د خلقو او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په ګډون سره په امام خمېنی (رح) نومې امامباړه کښې وشول. په دغو مراسمو کښې حاجی غلامرضا سازګار د حضرت امام علی (ع) د په ویرکښې مصائب بیان کړل او مرثیه خوانی وشوه.
-----------
رسالت ورځپاڼې د اسلامی شوراد جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی له قوله ولیکل د اسلامی شورا د جرګې مشر د هېواد له ټولو ظرفیتونو څخه استفاده د مقاومتی اقتصاد لپاره ضروری وبلله او وې ویل چې د هېواد له ټولو علمی او سائېنسی ظرفیتونو څخه په استفادې سره د ملی محصولاتو دتنوع پراختیا له ترجیحاتو څخه دی.
----------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له قوله ولیکل، نه غواړوو چې د بهرنیو سامانونو لپاره په یو بازار بدل شوو.
هغۀ د فرانسې د ډېپلومېټکې اکېډیمۍپه موسسه کښې د لوړ رتبه ډېپلومېټانو،محققانو، څېړونکو په غونډه کښې وویل، که د سوریې په بحران کښې یوازې د بشار اسد په راتلونکی تمرکز وشی نو سیاسی حل لاره نه شی ترلاسه کېدې. هغۀ وویل پکار دی د سوریې د راتلونکی په قانونی جوړښت او ترتیباتو باندې تمرکز وشی.
---------
ورځپاڼې د یمنی سرچینوپه حوالې سره ولیکل، سعودی عربستان د یمن د جنګ د دویمې مرحلې د شروع کولو لپاره پراخه فوځی تحرکات شروع کړی دی.
--------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل،د پاکستان او افغانستان چارواکی د شانګهائی د غونډې ترڅنګه د پوله ایزوچارو د مدیریت او نورو چارو په سر موافقې ته ورسېدل.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د شپږو کلونو له تېرېدو وروسته د اول ځل لپاره د صهیونېسټ رژیم د پارلېمان یو استازی د ترکیې په استنبول کښې په یوې څرګنده غونډه کښې ګډون وکړ او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له استازیو سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې.
----------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د امریکې جنګی الوتکو د اوباما په حکم د افغانستان په فضاءکښې الوتونه شروع کړل.
-------
ورځپاڼې دعراقی سرچینوله قوله ولیکل، ددغه هېواد د مقتدا صدر په سلګونو ملاتړو د بحرین د ستر دینی عالم آیت ا... عیسی قاسم د تابعیت په سلبولو کښې آل خلیفه رژیم په اقدام باندې په اعتراض کښې په بغداد کښې د بحرین دسفارت په وړاندې مظاهره وکړه.
---------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې دعراق د پارلېمان مشر د موصل د ازادولوپه عملیاتو کښې د حشد الشعبی ځواکونو په شمول ټولو عراقی فوځی او ولسی ځواکونو د ګډون خبر ورکړ.
-------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې ولیکل، دسوریې ډېموکرېټ ځواکونه منبج ښار ته داخل شول.
---------
ورځپاڼې د امریکې د بهرنیوچارو د وزیر جان کیری په حوالې سره ولیکل، په سوریې کښې فوځی مداخلت ښه انتخاب نه دے.
-------
ابرار ورځپاڼې ولیکل ترکیه له سوریې سره په پوله کښې د هوائی دفاع نوی سېسټمونه ځاےپرځاےکوی.
----------
د پاکستان جنګ ورځپاڼې په خپلو تازه خبرونو کښې ولیکل د خېبر پختونخوا صوبې د پېښور پولیسو په حیات آباد سیمه کښې په یو لړ عملیاتو کښې سل تنه ونیول او ګڼ شمېر وسلې او نشه ایز مواد یې کشف او ضبط کړل.
-----------
ورځپاڼې ولیکل،د امریکې په ورجینیا ایالت کښې دسېلاب او بارانونوله کبله شپږویشت تنه مړۀ او د زرګونوکورونو برېښنا پرې شوه.
-----
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د پاکستان د سېند صوبې وزیراعلی قائم علی شان وویل د مشهور قوال امجد صابری قاتلان به ډېر زر انجام ته ورسی. هغۀ وویل د هغه د قتل یو لړ شواهد موندل شوی دی.
--------
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له خوا د خلکو وژل او ځورول او د سولې په اړه راپورته شوی بحثونه د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب دی.
سرنوشت ورځپاڼې ولیکل،په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له خوا د عامو خلکو وژل، ټپی کول او برمته نیول یو وحشت دی او حکومت یې هم د له منځه وړلو لپاره جدی اقدامات نه کوی.ورځپاڼې زیاته کړه،امنیتی چارواکو تل ادعا کوله چې په ننګرهار کې یې د داعش ملا ور ماته کړې، خو داعش له یوه څه سکوت وروسته بیا سر راپورته کړی دی.
--------
ملی ارمان ورځپاڼې بیا لیکلی چې داعش په ننګرهار کې جنایت وکړ او ۲۴ کورونه یې وسوځول.په مطلب کې راغلی، داعش په کوټ ولسوالۍ کې درې مېرمنې او څلور ماشومان وژلی او ګڼ شمېر ملکیان یې په ډزو ټپیان کړی دی.ورځپاڼې د امنیتی ځواکونو روانو عملیاتو ته اشاره کړې او لیکلی دی چې په دې عملیاتو کې داعش ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
---------
هېواد دولتی ورځپاڼې بیاخپله لیکنه د سولې په اړه راولاړو شوو بحثونو ته ځانګړې کړې او لیکلی دی چې د شانګهای غونډې په څنډه کې د سیمې هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې د بهیر په بریالیتوب ټینګار کړی دی.په مطلب کې راغلی، که چیرې د شانګهای غونډې پریکړې عملی شی، لرې نه ده چې په افغانستان کې به امنیت ټینګ او د سولې هڅې به هم نتیجه ورکړی.
-----------
سرخط ورځپاڼې بیا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی ریچارد اولسن په حواله لیکلی چې ویلې یې دی، هند او ایران به هم د افغانستان د سولې پر بهیر ورګډ شی او له دې وروسته به د سولې هڅې شپږاړخیزه کیږی.
د سرمقالې لیکوال ویلی، د سولې په بهیر کې د هند او ایران ګډون ګټور دے، خو هغه وخت لا اغیزناکه کیدې شی چې د دغه بهیر ټول هېوادونه لکه چین، امریکا، ایران او هند پر پاکستان فشار راوړی چې په هغه هېواد کې د مېشتو وسله والو مخالفینو پر ضد اقدامات وکړی.
-----------
امریکایۍ سټارس اینډ سټرایپس "Stars and Stripes" ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینو په اړه لیکنه خپره کړې چې تر پخوا یې اندازه کمه شوې ده.
د لیکنې په پیل کې راغلی له څو لسیزو افغانستان د تر ټولو نېستمنو افریقایی هېوادونو تر څنګ د نویو زېږېدلو او وړو ماشومانو لپاره نامصئونه ځاى بلل شوى دى.
------
له کاناډا خپرېدونکې ورځپاڼې نشنل پوسټ په کابل کې د ١٣ نیپالی ساتونکو پر وژل کېدو لیکنه کړې چې اوس یې په باب د نیپال حکومت له کاناډا د وضاحت غوښتنه کړې ده.
نشنل پوسټ لیکی، د نیپال دولتی چارواکی په داسې حال کې له کاناډا وضاحت غواړی چې د دغو ١٣ نیپالی ساتونکو پر وژل کېدو په دې هېواد کې د خلکو غوسه او خواشینی زیاته شوې ده.
کاناډایی ورځپاڼې نشنل پوسټ لیکلی چې په کابل کې د دوشنبې په ورځ په هغه ځان وژونکی برید کې د ١٣ نیپالیانو تر څنګ دوه هندی ساتونکی هم وژل شوی وو. په پېښه کې چې وسله والو طالبانو یې مسوولیت منلى، شپږ نیپالیان ټپیان شول.
----------