پوتین: له اوکراین سره پخلاینه یوازې د وخت خبره ده
(last modified Mon, 05 May 2025 06:41:31 GMT )
May 05, 2025 11:11 Asia/Kabul
  • پوتین: له اوکراین سره پخلاینه یوازې د وخت خبره ده

پارس ټوډې - د روسیې ولسمشر په یوه مرکه کې له اوکراین سره پخلاینه حتمي وګڼله او ویې ویل: دا یوازې د وخت خبره ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ له روسي خبریال پاول زاروبین سره په یوه مرکه کې وویل چې روسیې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو پرمهال اټومي وسلې کارولو ته اړتیا نه درلوده.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ هغه زیاته کړه چې روسیې له کېیف سره د جګړې پرمهال د اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نه درلوده او هیله لرو چې په راتلونکي کې به داسې اړتیا رامنځته نشي.

پوتین ټینګار وکړ چې حتی له اټومي وسلو پرته، روسیه د ځانګړو عملیاتو بشپړولو لپاره کافي ځواکونه او سرچینې په واک کې لري.

د روسیې ولسمشر د دې په بیان سره چې روسیه په اوکراین کې د پوځي عملیاتو په جریان کې آرامه پاتې کېدله، ټینګار وکړ: په غلطۍ سره د مسکو د پارولو هڅې موجودې وې.

پوتین یادونه وکړه چې له اوکراین سره د روسیې پخلاینه او جوړجاړی "حتمي" دی او دا یوازې د وخت خبره ده.