فایننشال ټایمز:
مخکنی نړیوال اقتصادي نظم مړ شوی دی
پارس-تودی د فایننشال ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې دې ته په اشارې سره چي مخکنی نړیوال نظم مړ شوی دی، ولیکل: چین او اروپا د نوی نړیوال اقتصادي نظم د رامینځته کېدو لپاره د لارو چارو په لټه کې ووسي.
د فایننشال ټایمز ورځپاڼې د چهار شنبې په ورځ د مارتین وولف یو مطلب خپور کړ، چي په کښې لیکل شوی دی: د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ دریځ نه یوازې د فکري پلوه، ډیسپلین نه لري، بلکې د همکاریو په بنیاد د هر ډول نړیوال نظم لپاره ورانوونکی بلل کیږي. په همدې خال کې، خینې په دې باور دي چي د نړیوال پالنې دغه دړي وړي کېدا، ښه کار دی. د پارس تودی له راپور سره سم، مارتین وولف زیاتوي چي دا مفکوره چي نړۍ د لویو او لوټمارو قدرتونو تر ولکې لاندې ښه کېدایشي، یوه احمقانه مفکوره ده.
وولف په دې راپور کې جوته کوي چي په نړۍ کې مالي کړکېچ او د یورو په سیمه کې مالي کړکېچ له ۲۰۰۷ څخه بیا تر ۲۰۱۵ میلادي کلونو پورې، زیات وجاجول شو او بحثونه پرې وشول، دا د نړیوال د ناسم انډول د امله رامینځته شوی وو.
د دي راپور په دوام کې راغلی دی: کلونه کیږي چي ځینې هیوادونه منجمله چین او جرمني له وارداتو نه زیات، صادرات تر سره کوي او اضافي صادرات لري، په مقابل کې، امریکا له صادراتو نه زیات واردات تر سره کوي او تجاري کمښت سره مخ دی، د دې بهیر په نتیجه کې امریکا د نړۍ تر ټولو زیات پوړه وړی هیواد جوړ شوی دی.
وولف د خپل راپور په پای کې لیکي چي د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال اقتصادي نظام نور کارندوالې نه لري، نړۍ او په ځانګړې توګه چین او اروپا باید د نړیوال اقتصادي نظام د جوړولو لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې ووسي.