بورل: د صهیونیستي رژیم کابینه په غزه کې جنګي جنایتونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i159948-بورل_د_صهیونیستي_رژیم_کابینه_په_غزه_کې_جنګي_جنایتونه_کوي
پارس‌تودي - د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست پخواني مسوول د جمعې په ورځ د صهیونیستي رژیم په سختې نیوکې سره وویل: د دې رژیم کابینه په غزه کې جنګي جنایتونه ترسره کوي.
(last modified 2025-05-10T07:38:32+00:00 )
May 10, 2025 12:07 Asia/Kabul
  • بورل: د صهیونیستي رژیم کابینه په غزه کې جنګي جنایتونه کوي

پارس‌تودي - د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست پخواني مسوول د جمعې په ورځ د صهیونیستي رژیم په سختې نیوکې سره وویل: د دې رژیم کابینه په غزه کې جنګي جنایتونه ترسره کوي.

جوزف بورل د هسپانیې په یوه غونډه کې، چې د «چارلز پنځم» اروپايي جایزې د ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې وه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې (الاقصي طوفان) وروسته د اسرائیلو اقدامات د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو لویه قومي تصفیه وبلله او د تل ابیب له خوا د دې قومي تصفیې په وړاندې د اروپايي اتحادیې د غبرګون نیوکه یې وکړه.

د هسپانیې پخواني بهرنیو چارو وزیر صهیونیستي رژیم د جګړې ټولو قوانینو په نقضولو او د غزې د ملکي وګړو د لوږې د «جنګي وسلې» په توګه په کارولو تورن کړ.