شیلی: په غزه کې د اسرائیلو اقدامات جنګي جنایتونه دي
(last modified Sat, 24 May 2025 10:45:09 GMT )
May 24, 2025 15:15 Asia/Kabul
  • شیلی: په غزه کې د اسرائیلو اقدامات جنګي جنایتونه دي

پارس ټوډی - د شیلی ولسمشر ګابریل بوریچ ټینګار کړی چې هغه اقدامات چې اسرائیل یې په غزې تړانګه کې ترسره کوي، جنګي جنایتونه دي.

بوریچ په ایکس شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي: اسرائیل په غزه کې نژادي پاکسازی ترسره کوي او وضعیت داسې دی چې زرګونه ماشومان ممکن په راتلونکو ساعتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، ځکه تل ابیب د بشري مرستو د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړه: هغه څوک چې دا جنایتونه ترسره کوي او هغه څوک چې پر دې سترګې پټوي، جنګي جنایتکار دي او بشریت به دوی محاکمه کړي.