اروپائي هیواد مالټا؛د فلسطین هېواد به په رسمیت وپېژنو
پارستوډي- د اروپائي هیواد مالټا لومړي وزیر د هسپانیې په شمول له څو هېوادونو وروسته اعلان وکړ چې دا هېواد به راتلونکي میلادي میاشت کې د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.
د اروپا یوه بل هیواد مالټا لومړي وزیر رابرټ آبلا، وویل چې دا هېواد به د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندلو سره د دغې موضوع په اړه ۴۵ کلن ملي بحث پاي ته ورسوي.
د پارستوډي د راپور له مخې، د مالټ لومړي وزیر رابرټ آبلا، د صهیونیسټي رژیم په غزې کې د جګړې یادونه وکړه، چیرې چې له ۵۰ زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي، او و ې ویل: مونږ د دغه انساني ناورین په وړاندې خپلې سترګې نه شو پټولی ځکه چې دا هره ورځ نوره هم پسې خرابیږي.
دا پرېکړه د یکشنبې په ورځ د یوې سیاسي غونډې په ترڅ کې اعلان شوې، چې په هغه کې آبلا د نړیوالو مسئلو تر څنګ، په غزې کې پر انساني بحران هم په ډير زیات تمرکز درلود.
آبلا د اردن په کډوالو کیمپونو کې د خپل وروستي سفر تجربه شریکه کړه؛ چیرې چې هغه له هغو فلسطینيو ماشومانو سره ولیدل چې د طبي درملنې لپاره مالټ ته بیولل شوي وو.
د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندل به د جون په ۲۰ ( د غبرګولي ۳۰) له یوه کنفرانس وروسته ترسره شي. د مالټ لومړي وزیر وویل چې دا اقدام د سیمې د وضعیت د خرابېدو په پام کې نیولو سره یو اخلاقي مسؤلیت دی.
هسپانیه، ناروې او ایرلنډ د فلسطین د قضيې د ملاتړ کوونکو اروپايي هېوادونو په توګه، تېر کال د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژند، په داسې حال کې چې فرانسې او انګلستان هم اعلان کړی چې د فلسطین د په رسمیت پېژندلو په لټه کې دي.