اروپائي هیواد مالټا؛د فلسطین هېواد به په رسمیت وپېژنو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i160588-اروپائي_هیواد_مالټا_د_فلسطین_هېواد_به_په_رسمیت_وپېژنو
پارس‌توډي- د  اروپائي هیواد مالټا لومړي وزیر د هسپانیې په شمول  له څو هېوادونو وروسته اعلان وکړ چې دا هېواد به راتلونکي میلادي میاشت کې د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 26, 2025 08:38 Asia/Kabul
  •      اروپائي هیواد مالټا؛د فلسطین هېواد به په رسمیت وپېژنو

پارس‌توډي- د  اروپائي هیواد مالټا لومړي وزیر د هسپانیې په شمول  له څو هېوادونو وروسته اعلان وکړ چې دا هېواد به راتلونکي میلادي میاشت کې د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.

د اروپا یوه بل هیواد مالټا لومړي وزیر رابرټ آبلا،  وویل چې دا هېواد به د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندلو سره د دغې موضوع په اړه ۴۵ کلن ملي بحث پاي ته ورسوي.

د پارس‌توډي د راپور له مخې، د مالټ لومړي وزیر رابرټ آبلا،  د صهیونیسټي رژیم په غزې کې د جګړې یادونه وکړه، چیرې چې له ۵۰ زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي، او و ې ویل: مونږ  د دغه انساني ناورین په وړاندې خپلې سترګې  نه شو پټولی  ځکه چې  دا هره ورځ نوره  هم پسې  خرابیږي.

دا پرېکړه د یکشنبې په ورځ د یوې سیاسي غونډې په ترڅ کې اعلان شوې، چې په هغه کې آبلا د نړیوالو مسئلو تر څنګ، په غزې کې پر انساني بحران هم په ډير زیات   تمرکز درلود.

آبلا د اردن په کډوالو کیمپونو کې د خپل وروستي سفر تجربه شریکه کړه؛ چیرې چې هغه له هغو فلسطینيو ماشومانو سره ولیدل چې د طبي درملنې لپاره مالټ ته بیولل شوي وو.

د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندل به د جون په ۲۰ ( د غبرګولي ۳۰) له یوه کنفرانس وروسته ترسره شي. د مالټ لومړي وزیر وویل چې دا اقدام د سیمې د وضعیت د خرابېدو په پام کې نیولو سره یو  اخلاقي مسؤلیت دی.

هسپانیه، ناروې او ایرلنډ د فلسطین د قضيې د ملاتړ کوونکو اروپايي هېوادونو په توګه، تېر کال د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژند، په داسې حال کې چې فرانسې او انګلستان هم اعلان کړی چې د فلسطین د په رسمیت پېژندلو په لټه کې دي.