د عربستان په ځنګلونو کې د پراخ اورلګېدنې دوام
May 27, 2025 07:40 Asia/Kabul
د عربستان په ځنګلونو کې اورلګېدنه د یکشنبې له ماښامه پیل شوی دی.
خبري سرچينې راپور ورکوي چې په عربستان کې د طائف سويل ته د «بني مالک» په سيمه کې په ځنګلونو کې پراخ اور لګېدلی دی او د اور د ختمولو لپاره هڅې تر اوسه ناکامه شوي دي.
، دغه پراخ اور چې د يکشنبې ماښام څخه پيل شوی، د سيمې د صعبالعبوره طبعيت او وچ اقليم له امله تر اوسه مهار شوی نهدی.
تر دې دمه د عربستان لوېديځ کې د يادې سيمې له ځنګلونو څخه له ۱۰ کيلومتره مربع څخه زياته ځمکه د اور په لمبو کې سوځېدلې ده.