د ځلانده یون د لړۍ ۱۳ م پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176102-د_ځلانده_یون_د_لړۍ_۱۳_م_پروګرام
په دې مطلب  کې د ورځنیو تحولاتو په تناسب، د ایران ملت د سلطه‌ګر نظام پر وړاندې د مقابلې له مهمو ډګرونو څخه یوه برخه څېړو؛ هغه ډګر چې په کې جګړه یوازې په پوځي میدانونو پورې نه محدودیږي، بلکې اقتصاد، عامه افکار، رسنۍ او ملي امنیت هم د مقابلې پر ډګرونو بدل شوي دي.
(last modified 2026-08-05T07:29:08+00:00 )
Aug 05, 2026 11:50 Asia/Kabul
  • د ځلانده یون د لړۍ ۱۳ م پروګرام

په دې مطلب  کې د ورځنیو تحولاتو په تناسب، د ایران ملت د سلطه‌ګر نظام پر وړاندې د مقابلې له مهمو ډګرونو څخه یوه برخه څېړو؛ هغه ډګر چې په کې جګړه یوازې په پوځي میدانونو پورې نه محدودیږي، بلکې اقتصاد، عامه افکار، رسنۍ او ملي امنیت هم د مقابلې پر ډګرونو بدل شوي دي.

په داسې شرایطو کې هغه څه چې کولی شي ملي ځواک وساتي او هېواد د دښمن له فشارونو او توطیو څخه تېر کړي، د خلکو یووالی او پیوستون، د ملت او حاکمیت ترمنځ متقابل باور، او پر ملي اصولو او ګټو ټینګار دی. څومره چې دا ټولنیزه پانګه پیاوړې وي، په هماغه اندازه به ملي امنیت باثباته وي او مقاومتي اقتصاد به هم د کورنیو وړتیاوو، د خلکو د مشارکت او هوښیار مدیریت پر بنسټ، د پرمختګ او خپلواکۍ لاره په لا ډېر ځواک سره تعقیب کړي.

په دوام کې به د دې اوږد مهاله جګړې اړخونه او د دښمن د ستراتیژیو په ناکامولو کې د ملي یووالي رول وڅېړو. له موږ سره پاتې شئ.

له هغه څو میاشتو راهیسې چې د امریکا او صهیونیستي رژیم د تېري کوونکي پوځي برید پیل شوی، ښایي داسې ورځ ډېره کمه وي چې ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې داسې متضاد پیغامونه نه وي خپاره کړي چې ټول یې په دې جګړه کې د هغه د بې‌وسۍ څرګندونه کوي.    ټرمپ د دې جګړې په ترڅ کې داسې اعترافونه کړي چې هر یو یې د هغه او د هغه د حکومت لپاره د لویو ستونزو لامل کېدای شي.

ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د مې په لومړیو کې، په تېرو ورځو کې د یوې تیلو وړونکې کښتۍ د نیولو په تړاو د خپل هېواد د پوځ د تېري کوونکو اقداماتو په اشاره وویل: «موږ بېړۍ ونیوله، موږ د تېلو بار ونیوه. دا ډېر ګټور تجارت دی. چا فکر کاوه چې موږ به داسې کار وکړو؟ موږ د سمندري غلو په څېر یو. موږ د سمندري غلا په کاروبار کې یو او بېړۍ غلا کوو

همدارنګه، تر دې وړاندې هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي د ۱۸مې او ۱۹مې نېټې د پېښو د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه د خپلو ادعاوو په تکرار سره اعتراف کړی و چې امریکا په هغه وخت کې ایران ته وسلې لېږلې وې، څو د بلواګرو ترمنځ ووېشل شي.  یوازې همدا دوه اعترافونه، د امریکا د له مخکې څخه شته حیثیت د لوټلو سربېره، که د هېواد دیپلوماتیکه دستګاه فعاله او جدي چلند وکړي، کولی شي په نړیوالو  سټیجونو کې د امریکا د ولسمشر او حکومت د محاکمې لپاره سریزه شي.

دا د هغه زبرځواک وضعیت دی چې ځان په نړیوالو تحولاتو کې بې‌رقیبه سیال ګڼي، خو د هغې جګړې له پیل څو میاشتې وروسته چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب له ۹مې نېټې څخه یې پیل کړې، تر دې کچې بې‌وسه شوی چې سمندري غلا ته یې مخه کړې او مخالفینو ته د وسلو ورکول د ځان لپاره ویاړ ګڼي.

دا یو حقیقت دی چې د سیاسي سیالیو په نړۍ کې، کله چې یو هېواد لکه ایران خپل وضعیت بدلوي او فعال او پرېکنده مقام ته لوړېږي، طبیعي ده چې د هغه پر وړاندې ګواښونه هم نوې بڼه غوره کړي.   نن اسلامي ایران د الهي ملاتړ، د آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای د هوښیار او حکیمانه رهبرۍ، په لارو کوڅو کې د خلکو د حضور او د پیاوړو وسله‌والو ځواکونو د میداني حضور پر بنسټ توانېدلی چې د امریکا د «اعظمي فشار» سیاست له ماتې سره مخ کړي او په نړیوالو معادلاتو کې مهم مقام خپل کړي.

اوس د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د دې پنځه‌میاشتنۍ نابرابرې جګړې وروسته وینو چې امریکا او اسرائیل د نړیوالو اخلاقو ټول قوانین تر پښو لاندې کړي او نه یوازې یې پر ښوونځي بمبارۍ او د ۱۶۸ زده‌کوونکو له شهادت څخه ډډه نه ده کړې، بلکې حتی د یهودانو پر عبادتځایونو يې هم بریدونه کړي دي.

په مقابل کې، د ایران اسلامي جمهوریت په جګړه کې د اخلاقي چوکاټونو په رعایت سره خپل توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه یوازې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو او په اشغال شویو سیمو کې د دښمن پر پوځي او ستراتیژیکو مرکزونو متمرکز کړي دي.

په دغو شرایطو کې، له اسلامي جمهوریت ایران سره د امریکا د جګړې له پیله د څو میاشتو په تېرېدو سره دا پوښتنه مطرح کېږي چې له وختي پلوه، دا شخړه ــ که د جګړې په بڼه وي او که د لنډمهاله اوربند په بڼه، چې لږ تر لږه تر اوسه یې د ترلاسه کېدو وړ کومه هوکړه نه تر سترګو کېږي ــ د جګړې د کوم لوري په ګټه روانه ده؟

یا په بل عبارت، د دې جګړې کوم لوری کولی شي دا اوږد مهاله جګړه ییز  وضعیت تر ډېرې مودې وزغمي؟

په لومړي نظر کې ښايي ځینې کسان په دې باور وي چې د «نه جګړې، نه سولې» په شرایطو کې تر ټولو ډېر زیان ایران ویني؛ ځکه اقتصادي فشار، د بیا رغونې ستونزې، د پانګونې او سوداګرۍ نامعلوم وضعیت او د اقتصادي محاصرې شرایط ښايي د ایران د ودې لپاره محدودیتونه رامنځته کړي. د دغو کسانو له نظره، د ایران اقتصاد ثبات ته اړتیا لري او د «نه جګړې، نه سولې» په وضعیت کې دا ثبات نه شي ترلاسه کېدای.

خو حقیقت دا دی چې د امریکا وضعیت به لږ تر لږه په لنډ مهال کې تر ایران ډېر سخت وي.

 

له شک پرته، امریکا به د دې وضعیت له دوام څخه کومه نوې ستراتیژیکه موخه ترلاسه نه کړي.

هغه څه چې د پوځي فشار، ګواښ، محاصرې او د کړکېچ د زیاتولو له لارې ترسره شوي، تر ډېره امریکایانو ازمویلي او د ټرمپ د جګړه‌پال حکومت له هغو هېڅ یوه پلان څخه، چې د هرمز تنګي د پرانیستلو په موخه تعقیب شوي، یو هم ندی عملي شوی.

ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمې پوځي نښتې په لومړیو ۴۰ ورځو کې امریکايي چارواکو فکر کاوه چې دوی کولای شي د پوځي اقداماتو له لارې د جګړې برخلیک د ځان په ګټه بدل کړي؛ خو نن، د جګړې په ډګر کې د ایران د خلکو او وسله‌والو ځواکونو له مقاومت سره، باید پوه شوي وي چې هغه مهال تېر شوی چې پوځي اقدامات په هماغه ډول ترسره شي لکه په ۲۰۰۱ کال افغانستان او ۲۰۰۳ کال عراق کې چې وشول.

دا داسې جګړه ده چې د یوه اړخ په یو اړخیز پوځي برید نه پای ته رسېږي؛ بلکې تېری کوونکی لوری به د جګړې د مادي او انساني لګښتونو ترڅنګ، دروند اقتصادي لګښت هم وزغمي. او همدلته ده چې امریکا تر ایران ډېر تر فشار لاندې راځي.

ځکه د نړۍ د انرژۍ بازارونه هېڅ د مطلوب وضعیت په حالت کې نه دي.

موضوع یوازې د تېلو او ګازو د بیو لوړېدل نه دي؛ په فزیکي بازارونو کې کمښت، د تېلو او ګازو ترڅنګ، ورو ورو نورو توکو لکه کیمیاوي سره، هیلیوم ګاز، المونیم او نورو مهمو لومړنیو موادو ته هم رسېدلی او د هېوادونو د صنعتونو د اکمالاتو ځنځیر یې ګډوډ کړی دی.

د ایران پښتو راډیو درنو اورېدونکو!  دا دا معنا لري چې موضوع یوازې له ګرانی سره نه، بلکې د توکو له کمښت سره هم مل ده؛ او د توکو کمښت د بیو له لوړوالي ډېر زیانمن دی. ځکه کله چې په فزیکي بازار کې کمښت رامنځته شي، د تولید، ترانسپورټ، کرنې او سوداګرۍ په چارو کې هم ګډوډي پیلېږي.

د امریکا لپاره دا وضعیت کورني عواقب او اقتصادي او سیاسي فشارونه لري. یعنې هغه څه چې په ظاهره په یوه لرې سیمه کې بهرنی بحران ښکاري، ډېر ژر د امریکا د حکومت لپاره پر کورني بحران بدل شوی دی.

لکه څنګه چې د اټکل وړ ده، د ایران خلاف برعکس، دا موضوع په امریکا کې سیاسي اړخ هم لري؛ ځکه ټرمپ د ژوند د لګښتونو د کنټرول، د بازارونو د ارامولو او له اوږد مهاله جګړو څخه د واټن نیولو په ژمنو سره سیاسي ډګر ته راغلی و.

اوس که اوسنی وضعیت دوام وکړي، اغېزې به یې په مستقیم ډول د انرژۍ په بیو، انفلاسیون او د ټرمپ په سیاسي محبوبیت کې ــ چې اوس ۳۴ سلنې ته راټیټ شوی ــ ولیدل شي.

په ساده ژبه، د امریکا خلک د دې بحران لګښت د سون توکو په بازار، د انرژۍ په بیلونو، د پورونو د سود په کچه او اقتصادي بې‌باورۍ کې احساسوي؛ او د «نه جګړې، نه سولې» د وضعیت په دوام سره د وخت فشار هم پر امریکا زیاتېږي.

له همدې امله، د جګړې له څو میاشتو تېرېدو وروسته، دا د امریکا حکومت دی چې له لویو ننګونو سره مخ دی. هغه امریکايي چارواکي چې باور یې درلود د ایران د بحران د مدیریت لپاره دوه وسیلې، یعنې «پوځي برید او خبرې اترې»، په واک کې لري، نن تر ډېره دا دواړه وسیلې له لاسه ورکړې دي.

اوس ټرمپ پر ایران د خپل ناعاقلانه پوځي اقدام له امله ډېر لوړ پوځي لګښت پرې کړی او د خبرو اترو بې‌پایلې پاتې کېدل هم په بشپړ ډول څرګند شوی دی؛ ځکه ایران په هېڅ ډول حاضر نه دی چې په خبرو اترو کې سر ټیټ کړي او د امریکا ارادې ته غاړه کېږدي.

پایله دا ده چې د ټرمپ د حکومت د بحران د مدیریت وسیلو هم خپل اغېز له لاسه ورکړی دی.

د وخت په تېرېدو سره پر امریکا فشار زیاتېږي؛ ځکه دغه هېواد تر پخوا ډېر د انفلاسیون له زیاتېدو، د خلکو له ناخوښۍ او د لا محسوسو اقتصادي زیانونو سره مخ کېږي.

اوس چې امریکايي او صهیونیستي دښمن له ایران سره په مستقیمه نښته کې د کومې بریا په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی، ښايي خپل ټول تمرکز یې له دننه څخه د ایران پر بې‌ثباته کولو اړولی وي. دوی غواړي په سړکونو کې هغه خلک، چې زموږ د شهید امام د وینا له مخې راپارول شوي دي، کمزوري کړي، څو ښايي د مرغومي (جنوري) د ناکامې شوې پروژې د بیا راژوندي کولو هڅه وکړي.   د دې غولوونکې لوبې پر وړاندې د مقابلې لاره دا ده چې خلکو ته دقیق او منطقي پوهاوی ورکړل شي، څو په مجازي فضا کې د خپرېدونکو دروغو د سیلاب پر وړاندې د ملت او حاکمیت ترمنځ باور وساتل شي.   په دغو حساسو شرایطو کې، د سترو ملي لاسته راوړنو ساتنه او له دې پړاو څخه د یوه نوي تمدني نظم پر لور بریالی تېرېدل، تر بل هر وخت ډېر د ژورې هوښیارۍ، د ځواک د بنسټونو د ساتنې او د نظام او خلکو ترمنځ ټینګې اړیکې ته اړتیا لري.

باید تل دا حقیقت په پام کې ونیول شي چې په دې تاریخي مبارزه کې د ایران وروستۍ بریا یوازې په پوځي ډګرونو کې نه، بلکې په ملي یووالي، د پیوستون په ساتلو او د شهید امام خامنه‌ای د حکیمانه رهبرۍ او وړ ځای ناستې په پیروۍ کې تحقق مومي.   د دې لپاره چې په رښتیا هغه فعال او پرېکنده مقام ته ورسېږو، باید د ټولیزې هوښیارۍ او ښه مدیریت له لارې اجازه ورنه کړو چې دښمن خپلې هغه ماتې، چې له ایران سره د جګړې په جبهه او له خپل کانګرس او عامه افکارو سره په کورنیو شخړو کې یې ګاللې، په ایران کې د بحرانونو په رامنځته کولو جبران کړي؛ په ځانګړي ډول له هغې شرموونکې ماتې وروسته چې د مرغومي په ګډوډیو کې ورسره مخ شو.

د دې مطلب  وخت همدلته د پای کرښې ته رسېږي؛ خو هغه پوښتنې، فکرونه او حقیقتونه چې مو له تاسو سره شریک کړل، هیله ده تر دې ځایه پای ته ونه رسېږي، بلکې ستاسو په ذهنونو کې د فکر او تأمل نوی باب پرانیزي.

په داسې وخت کې چې د ملتونو ځواک یوازې په وسلو نه، بلکې په یووالي، باور، هوښیارۍ او ملي ارادې سنجول کېږي، زموږ تر ټولو ستره پانګه دا ده چې د اختلافونو له سیوري تېر او د ګډو ملي ګټو تر چتر لاندې سره یو موټی پاتې شو.

جګړې پای ته رسېږي، بحرانونه تېرېږي او د تاریخ پاڼې اړول کېږي؛ خو هغه ملتونه چې خپل باور، خپل یووالی او خپله ملي اراده ساتي، د تاریخ په سختو څپو کې هم خپل لوری نه بایلي.

تر بلې خپرونې پورې، خپل فکر روښانه، خپل هوډ پیاوړی او د یووالي مزی ټینګ وساتئ.

له تاسو سره زموږ د فکري ملګرتیا اوسنۍ خپرونه دلته پای ته رسېږي؛ خو د پوهاوي، هوښیارۍ او ملي همکارۍ سفر لا دوام لري.