د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان استعفا وکړه
(last modified Mon, 02 Jun 2025 01:46:06 GMT )
Jun 02, 2025 06:16 Asia/Kabul
  • د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان استعفا وکړه

پارس ټوډی - د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان، چې د دې هېواد په پوځي جوړښت کې یو له لوړو مقامونو څخه دی، د یکشنبې په ورځ د روس له خوا د اوکراین د یوه پوځي روزنیز مرکز پر ضد د وژونکي برید وروسته خپله استعفا اعلان کړه.

میخائیلو دراپاتي (Mykhailo Drapatyi)، چې له تېر کال د نومبر راهیسې د اوکراین د لوی ځمکني پوځ قومانده پر غاړه لري، په «فیس‌بوک» کې ولیکل: دا یوه هوښیاره پرېکړه ده چې زما د شخصي مسوولیت د احساس پر بنسټ، د ۲۳۹ روزنیزې سیمې په پېښه کې د رامنځته شوي ناورین له امله اخیستل شوې.

هغه لیکلي:  هغه ناورین چې د اوکرایني سرتېرو د مرګ لامل شو.