د ډالر تاريخي سقوط ثبت شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i161848-د_ډالر_تاريخي_سقوط_ثبت_شو
پارس ټوډی - امريکايي ډالر د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نيمايي کې په تیرو ۵۲ کالونو کې تر ټولو خراب سقوط ثبت کړ.
(last modified 2025-07-02T06:36:17+00:00 )
Jul 02, 2025 11:02 Asia/Kabul
  • د ډالر تاريخي سقوط ثبت شو

پارس ټوډی - امريکايي ډالر د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نيمايي کې په تیرو ۵۲ کالونو کې تر ټولو خراب سقوط ثبت کړ.

د تعرفو په ګډون د ټرمپ ادارې پراخې اقتصادي او سوداګريزې پاليسۍ، د ۳.۲ ټريليونه ډالرو مالياتي قانون له لارې د عامه پورونو زياتوالی او د فدرالي زېرمې د خپلواکۍ کمزوري کول، د ډالر د ارزښت د کمېدو لامل شوي دي. 

دا پاليسۍ د دې سبب شوې چې نړيوال پانګوال د دې نړيوالې پيسې د ساتلو په اړه بيا غور وکړي.